ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ژغورنې په نوم خوځښت جوړ شو

author avatar
25 Mar 2018 - 16:46
author avatar
25 Mar 2018 - 16:46

کندوز ښار(پژواک،٥ورى٩٧): د سلګونو کسانو له خوا کندوز کې د روانو ستونزو د حل په موخه د کندوز ژغورنې په نوم خوځښت جوړ شو.

اجمل شاهپور د کندوز ژغورنې خوځښت مشر د وري په پنځمه د دغه خوځښت په پرانېست غونډه کې وويل چې له دې کار څخه د دوى اساسي موخه د کندوز د امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو حل دى.

په دغې غونډه کې چې سلګونو کسانو ګډون کړى وو شاهپور زياته کړه: (( موږ غواړو چې نور کندوز په څنډه کې نه وي،د کندوز ستونزې بايد جدي حل شي، د کندوز ځوانانو ته بايد کار ورکړل شي او نورې ستونزې هم بايد حل شي.))

دغه راز د دغه حرکت بل غړي وحيدالله رحماني وويل چې په دې ولايت کې بې عدالتۍ ډېرې شوي، نو ځکه دوى د کندوز ژغورنې خوځښت رامنځته کړ.

رحماني وايي: (( موږ د کندوز د امنيتي او سياسي ستونزو د حل لپاره ښې طرحې لرو چې په وخت سره به يې له حکومت سره شريکې کړو.))

همدارنګه د کندوز د مدنې ټولنې يوې غړې ليدا شېرزاد پژواک ته وويل چې دغه خوځښت کولى شي د کندوز ستونزو د حل يوه لار پيدا کړي.

هغې وويل: (( دغه حرکت د بېلابېلو قومونو د وګړو له لوري جوړ شوى چې موږ دغه حرکت په يو نيک فال نيسو او هيله مند يو چې ښې پايلې هم ولري.))

په دې غونډه کې سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، د مدنې ټولنو غړو او نورو عامو خلکو ګډون کړى وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.