ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سږ کال به د بغلان ټول ښوونځي فعال وي”

“سږ کال به د بغلان ټول ښوونځي فعال وي”

author avatar
25 Mar 2018 - 16:12
“سږ کال به د بغلان ټول ښوونځي فعال وي”
author avatar
25 Mar 2018 - 16:12

پلخمري (پژواک، ٥ ورى ٩٧): د بغلان سیمه يیز چارواکي وايي چې سږ کال به د دغه ولايت ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي وي؛ ځکه چې طالبانو هم د ښوونځيو پر فعال ساتلو ټينګار کړى دى.

د بغلان والي عبدالحي نعمتي د وري په پنځمه په پلخمري کې د ښوونځي زنګ وهلو په غونډه کې وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا هېڅ یوه ښوونځي ته د تړلو ګواښ نه دی شوی او باوري دی چې سږ کال به ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ  پرانيستي وي.

والي وویل: ((له نېکه مرغه سږ په بغلان کې طالبانو هم د ښوونځیو د فعال پاتې کېدو په برخه کې کوښښ کړی چې د معارف په برخه کې د خوشالۍ زېری دی.))

دغه راز په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د بغلان استازې شکریې عیسی خېل وویل: ((زما د وکالت په دواړه دورو کې تر اوسه له بغلانه چا ورته د ښوونځي جوړولو په اړه غوښتنه نه ده کړې.))

هغې وویل چې تر نورو ولایتونو ډېره بودیجه یې بغلان ته منظوره کړې چې په تدریجي ډول به پلې شي خو په دغه شرط چې د بغلان سیمه يیزې دولتي اداره کې له فساد سره مبارزه جدي ونیول شي.

خو د بغلان د ښځو چارو ریيسې خدیجې یقین بیا د نجونو ښوونځیو پر جوړېدو او ښځینه ښوونکو پر ګومارلو ټینګار وکړ.

یقین وویل: ((ټولنه مو لا هم د رواجونو په ځنځیرو تړلې او هره کورنۍ نه غواړي چې نجونې نارینه ښوونکو ته واستوي.))

یقین زیاتوي، د یادې ستونزې د هواري یواځېنۍ لار ښځینه ښوونکو په ګومارلو کې زیاتوالی دی چې مسوولین  باید دغه ټکي ته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه د بغلان د پوهنې ریيس پیکان حیدري هم وويل چې سږ کال به په دغه ولايت کې ټول ښوونځي پرانيستي وي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټول بغلان کې دا مهال ٥٦٦ ښوونځي دي چې له دغه شمېر څخه ٣١٦ يې ودانۍ نه لري.

پیکان وویل چې د نوو ښوونځيو د جوړېدو پر ځاى دى، پخوانيو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.

بل لور ته په بغلان کې يو تن ښوونکي محمد ايوب پژواک ته وويل: ((دوه کاله کېږي چې طالبان د ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي څاري چې غیر حاضري ونه کړي او که کوم ښوونکی ډېره غیر حاضري ولري، د طالبانو له خوا ګواښل کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.