د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار پوهنتون کې د لس ميليونه ډالرو په لګښت ګڼې پروژې تر کار لاندې دي

ننګرهار پوهنتون کې د لس ميليونه ډالرو په لګښت ګڼې پروژې تر کار لاندې دي

Mar 25, 2018 - 12:36

جلال اباد (پژواک، ۵ وری ۹۷): د ننګرهار پوهنتون مسوولين وايي، په دغه پوهنتون کې تر پخوا ډېر رغنيز کارونه پيل شوي او پوهنتون ته يوه نوې او ښکلې بڼه ورکړل شوې او لا هم د دې برخې د لا پراختیا هڅې روانې دي.

دوی وايي، په تېرو دوو کلونو کې دغلته د ۲۵ ميليونه افغاني په ارزښت رغنيزې چارې بشپړې شوې او لا هم د ۱۰ ميليونه ډالرو په لګښت ګڼې رغنيزې چارې روانې دي.

په دغو ټولو کې مهمه هغه يې د اقتصاد پوهنځي د ودانۍ د کار پیل دی چې له څه مودې راهيسې د يو شمېر استادانو له خوا يې د کار مخنيوی کېده.

ياده ودانۍ په هغه ځای کې جوړېږي چې ځينو استادانو په کې خپلسري کورونه درلودل او د پوهنتون د نقشې له مخې بايد هلته د اقتصاد پوهنځي ودانۍ ورغول شي.

د پوهنتون محصلين هم خوښ دي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې پوهنتون خپله پخوانۍ او زړه بڼه بدله کړې او په يو ښکلي او نوي پوهنتون د بدلېدو په حال کې دی.

دوی وايي، پخوا د ډېرو پوهنځيو ودانۍ زړې وې؛ خو اوس يې ځينو ته د نوو ودانيو جوړولو چارې پيل شوې، ځينو ته يې نوې ودانۍ ورغول شوې او د نورو پوهنځيو موجوده ودانۍ رنګ شوې چې ورسره پوهنتون هم ډېر ښکلی شوی دی.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنوال ببرک مياخېل له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې دغلته د بيارغونې کارونه په چټکۍ سره روان کړي دي.

هغه  زياته کړه، تېر کال ورته د لوړو زده کړو وزارت ١١،٥  ميليونه افغانۍ د پوهنتون د ترميم او بيارغونې لپاره په دې شرط منظور کړې، که يې مصرف کړې؛ نو بل کال به ورته تر هغې زياتې پيسې منظور کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دوی هغه پيسې پر خپل وخت او مناسبو ځايونو ترميم مصرف کړې چې سږ کال يې بيا هم ورته ١٣،٥ ميليونه افغانۍ منظور کړې او دوی پرې د بيارغونې کارونه پيل کړي دي.

پوهنوال مياخېل زياتوي، په دغو پيسو باندې د بېلابېلو ودانيو ترميم او رنګول، د څښاک د اوبو سيستمونو رغونه او د پوهنتون د تزئیني چارو ترسره کول شامل دي.

نوموړی دغه راز وايي چې اوس هم په پوهنتون کې د لس ميليونه ډالرو په لګښت رغنيزې چارې پيل شوې چې تر ټولو مهمه يې د اقتصاد پوهنځي ودانۍ ده، چې ځينو استادانو يې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي وو.

هغه وايي، د نقشې له مخې چې ياده ودانۍ کوم ځای کې جوړېده، هلته د ځينو استادانو کورونه موجود وو او اجازه يې نه ورکوله، خو د دوی د هلو ځلو په پايله کې هغوی ځای پرېښودو ته اړ شول او اوس يې کارونه پيل شوي.

دی وايي، د اقتصاد پوهنځي لپاره به د نوې جوړېدونکې ودانۍ د جوړېدو رسمي پرانيسته نږدې ورځو کې وشي؛ خو اوس يې هم لومړنۍ چارې پيل شوې دي.

پوهنوال ببرک مياخېل مخکې وايي چې په ننګرهار پوهنتون کې شپږ لويې پروژې تر کار لاندې دي، چې د حقوقو او شرعياتو، کمپوټر ساينس او اقتصاد پوهنځيو لپاره ودانۍ، يو لوی جومات، د پوهنتون اداري تعمير او د پوهنتون روغتون لپاره د اداري تعمير ودانۍ رغول شامل دي.

د پوهنتون رييس دغه راز په راتلونکي کې هم د دغه پوهنتون د بيارغونې لپاره د ځينو پلانونو خبره کوي او وايي، که اوسني کارونه پر خپل وخت سرته ورسېدل؛ نو هلته به نورې رغنيزې چارې هم پيل شي.

هغه په دغو پلانونو کې د پوهنتون لپاره د منظم کاناليزاسيون جوړېدل او د پوهنتون تدريسي روغتون د يوې نوې برخې رغول لوی کارونه په ګوته کړل.

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون محصلين هم خوښ دي چې دغلته د بيارغونې کارونه پيل شوي او اوس پوهنتون يوه نوې بڼه خپله کړې ده.

دنيا سنګر نيازۍ د دغه پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د دويم کال محصله ده. هغه وايي کله چې پوهنتون ته تازه راغله نو پوهنتون ډېر په بد حالت کې و؛ خو اوس پوهنتون يوه نوې بڼه خپله کړې.

دغه راز د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د څلورم کال محصل نويد الله پژواک ته وويل چې دوه کاله يې په يوه زوړ پوهنځي کې زده کړې کړې؛ خو پاتې دوه کاله يې په يو ارام چاپېريال لرونکي او نوي پوهنتون کې زده کړې کړي چې ډېر څه يې زده کړي دي.

دی وايي، د ښو زده کړو لپاره د ښه چاپېريال موجوديت مهم دی چې اوس يې ننګرهار پوهنتون خپلو محصلينو ته دغه زمينه برابره کړې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement