ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د کابل پرې شوې برېښنا بېرته وصل شوه

په بغلان کې د کابل پرې شوې برېښنا بېرته وصل شوه

author avatar
26 Mar 2018 - 16:02
په بغلان کې د کابل پرې شوې برېښنا بېرته وصل شوه
author avatar
26 Mar 2018 - 16:02

پلخمري (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې په بغلان کې د برېښنا پرې شوى مزى وتړل شو او د کابل برېښنا بېرته وصل شوه.

په کابل کې د برېښنا شرکت عمومي رياست سهار ويلي وو چې تېره شپه وسله والو طالبانو د بغلان د کرکر سب سټېشن په ٢٢ کيلومترۍ کې د برېښنا يوه پايه پر ماينونو الوځولې ده چې له امله يې پر کابل برېښنا پرې شوې ده.

خو په بغلان کې د برېښنا شرکت ريیس سلطان محمد عزیزي د وري په شپږمه له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې پژواک ته وويل چې پرې شوی مزی بېرته وتړل شو او کابل ته برېښنا وصل شوه.

هغه وويل: ((په دوشي ولسوالۍ کې د تېرې شپې د چپه شوې پايې مزى مو بېرته تړلى دى او له کابل سره برېښنا بېرته وصل شوه.))

عزیزي وویل چې اوس مهال یې په موقت ډول د چپه شوې پايې د برېښنا مزي سره وصل کړل خو اساسي جوړېدل به يې يوه اوونۍ وخت واخلي.

نوموړی په سیمه کې د مېشت افغان ځواکونو هڅې ستايي چې د پرې شوو مزو په بېرته وصل کولو کې يې له دوى سره مرسته کړې ده.

دغه راز د برېښنا شرکت عمومي رياست هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په مؤقتي ډول سره د کابل برېښنا بېرته وصل شوې ده.

خبرپاڼه کې زياته شوې: ((وروسته به د دې پايې د جوړېدو اساسي چارې پيل شي.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د بغلان پوليسو هغه کس نيولى چې د برېښنا يوې بلې پايې ته يې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع پژواک ته وويل چې يو بل کس د پلخمري د چشمه شېر په سیمه کې د برېښنا يوې پايې ته چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو.

هغه وايي: ((چاودېدونکي توکي زموږ تخنيکي ټېم ايستلي او بيا يې په يو بل ځاى کې چاودنه ورکړې خو دغه کس هم د پوليسو له لوري نيول شوى دى.))

د يادونې ده، طالبانو د وري په ٤مه رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې ويلي وو چې د بغلان ځینو سیمو ته د برېښنا د ورکړې ژمنه شوې وه، خو یادو سیمو ته لا هم برېښنا نه ده ورکړل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.