ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېټنى: د پاکستان کونسلګرۍ جلال اباد کې د وېزو په ورکړه کې اسانتيا رامنځته کړې

بېټنى: د پاکستان کونسلګرۍ جلال اباد کې د وېزو په ورکړه کې اسانتيا رامنځته کړې

author avatar
26 Mar 2018 - 17:19
بېټنى: د پاکستان کونسلګرۍ جلال اباد کې د وېزو په ورکړه کې اسانتيا رامنځته کړې
author avatar
26 Mar 2018 - 17:19

جلال اباد (پژواک، ۶ وری ۹۷): په ننګرهار کې د پاکستان کونسلر وايي، له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د وېزو په ورکړه کې اسانتياوې رامنځته کړي او هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ته وېزې ورکول کېږي.

تر دې وړاندې په ننګرهار کې د پاکستان له کونسلګرۍ شکايتونه موجود و چې د وېزو ورکړې کار يې ځنډنی او له ستونزو ډک دی.

په ننګرهار کې د دغه هېواد کونسلر عارف خان بېټني دا څرګندونې په جلال اباد ښار کې د خپل هېواد په مرسته د پښتورګو ملي روغتون ته د تجهيزاتو د ورکړې په مراسمو کې له خبريالانو سره په خبرو کې وکړې.

هغه زياته کړه، د خلکو بې صبري او د ګڼې ګوڼې ډېروالی د دې لامل شوی و چې څو مياشتې وړاندې په ننګرهار کې له قونسلګرۍ څخه ډېر شکايتونه وشي او خلکو ته وېزې پر وخت نه ورکول کېدلې.

د بېټني په وينا، کله چې نهه مياشتې وړاندې دی پر دغه دنده وګومارل شو؛ نو يوازې پنځه شپږ سوه کسانو ته د ورځې وېزې ورکول کېدلې چې هغه کې هم ډېرې ستونزې موجود وې.

خو دى وايي، د ننګرهار د ولايتي ادارې په همکارۍ يې يو شمېر تدابير رامنځته کړل، چې اوس د وېزو په ورکړه کې ډېرې اسانتياوې رامنځته شوي او تر پخوا دوه برابره ډېرو کسانو ته وېزې ورکول کېږي.

عارف خان بېټني وويل: ((موږ د ځای مشکل درلود چې د والي په همکارۍ مو ځای لوی کړ، شپږ کړکۍ مو ورته جوړې کړي چې په يوه کړکۍ کې ۳۰۰ پاسپوټونه هم اخلو او چې پنځو کړکيو باندې کار وکړو، بيا هم پنځلس شپاړلس سوه وېزې ورکوو.))

نوموړي د خلکو د هغې اندېښنې په ځواب کې چې ګواکې د وېزو په بدل کې پيسې اخيستل کېږي، ډاډ ورکړ چې هېچاته د دغې چارې اجازه نه ورکول کېږي او له هر وېزې ترلاسه کوونکي کس څخه په اخره کې پوښتنه کېږي،که له داسې کوم کار سره مخ شوی وي؛ نو دوی يې په اړه پلټنه کوي.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری که څه هم اوس د وېزو د چارو اسانتياوې تاييدوي؛ خو غوښتنه کوي چې دغه چاره دې دوامداره پاتې شي.

نوموړی وايي، د وېزو ورکړې په برخه کې مشکلات او اسانتياوې دواړه د مسوولينو په واک کې دي او که دوی وغواړي نو دواړه برخې خپله کنټرولی شي.

د زمري د معلوماتو پر بنسټ، کله چې اوسنی قونسلر مقرر شو؛ نو رښتيا يې هم ستونزې حل کړې دي؛ خو تر يو څو مياشتو وروسته بيا شکايتونه راپورته شول خو تاييدوي چې اوسمهال ستونزې حل شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.