ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال په کاپیسا کې د بیارغونې لسګونه پروژې پلې شوې دي

تېر کال په کاپیسا کې د بیارغونې لسګونه پروژې پلې شوې دي

author avatar
26 Mar 2018 - 17:16
تېر کال په کاپیسا کې د بیارغونې لسګونه پروژې پلې شوې دي
author avatar
26 Mar 2018 - 17:16

محمودراقي (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د کاپیسا د کلیو د پراختیا ریاست وايي، د تېر کال په اوږدو کې يې په دغه ولايت کې د يو ميليارد او ٦٠٠ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې لسګونه پروژې بشپړې کړې دي.

د دغه ولايت د کلیو د پراختیا رییس محمد یونس مموزي پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېر لمريز کال کې يې د کاپیسا د مرکز په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې ۱۵۱ لویې او وړې پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې کړي او د کمو پروژو کارونه لا جریان لري.

هغه زياته کړه چې په دې پروژو کې د اوبو رسونې، د ښوونځیو د جوړولو، د پلونو، پلچکو او استنادي دېوالونو او ځینې نورې پروژې شاملې وي.

نوموړي وويل، پر دې پروژو يو ميليارد او څه د پاسه ٦٠٠ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د ماليې وزارت او ځينو بهرنيو موسسو له خوا ورکړل شوى دى.

د ده په وينا، له يادو پروژو يې وخت په وخت کلکه څارنه کړې او په شفافيت سره يې کارونه بشپړ شوي دي.

د کليو د پراختيا رييس وويل، دا پروژې يې د سيمې د شوراګانو په مشورو او وړانديز پيل کړې وې او د هغوى له خوا يې په څارنه کې هم همکاري کېده.

مموزي زياته کړه، په نجراب ولسوالۍ کې يې د ولسي تړون د پروګرام له لارې ٢٥٠ شوراګانې جوړې کړې چې هلته به هم د دوى په وړانديزونو ځينې پروژې پيل شي.

د هغه په وينا، په روان لمريز کال کې به د ولسي تړون پروګرام د دغه ولايت نورو ولسواليو ته هم وغځوي.

د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د میره خېلو سیمې اوسېدونکي حاجي شېرین وايي، د دوى په ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله پروژې نه دي پلې شوې.

هغه زياته کړه، د ولسي تړون پروګرام په هغو ولسواليو کې بريالى کېږي، چېرې چې امنيت وي، د تګاب په څېر نا امنه ولسوالۍ کې مثبته پايله نه لري.

دى وايي، ځينې پروژې د تګاب ولسوالۍ لپاره منظورې شوې، خو پيسې يې د خلکو شخصي جېبونو ته تللې دي.

د نجراب ولسوالۍ يو اوسېدونکى حبيب الله وايي، د دوى د سيمې ښوونځي ودانۍ نه لرله او تېر کال ورته ودانۍ جوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.