ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ۷۵ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

د پکتيا ۷۵ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
26 Mar 2018 - 14:33
د پکتيا ۷۵ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
26 Mar 2018 - 14:33

ګردېز (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د پکتيا چارواکي وايي چې د دغه ولايت ګڼ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري چې له امله يې په ځينو سيمو کې درسي بهير ټکنی دى.

د پکتيا د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په دغه ولايت کې ۳۹۶ ښوونځي شته چې نږدې ۲۵۰ يې ودانۍ نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو کلونو راهيسې په پکتیا کې هېڅ ښوونځي ته ودانۍ نه ده جوړه شوې.

د یادې موضوع په اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازي د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال به په دغه ولايت کې شاوخوا څلوېښتو مکتبونو ته ودانۍ جوړې شي.

کټوازي زياته کړ: ((د تعليمي برخې د ښه والي لپاره شاګرد، معلم، کتاب او سالم چاپېريال مهم دي، د دې لپاره مو يو منظم پلان جوړ کړی؛ سږ کال به په پکتيا کې رښتيا د معارف کال وي، د تېرو کلونو څو چنده کار به کوو او د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه به شاوخوا څلوېښتو مکتبونو ته تعميرونه جوړ شي.))

دغه راز د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک ته وويل چې ودانۍ او سالم چاپېريال د زده کړې لپاره اساسي اړتيا ده او د نه شتون له امله يې لازمه زده کړه نه شي ترسره کېدی.

ځاځی څلوېښت ښوونځيو ته د ودانيو جوړول مهم پرمختګ يادوي، خو وايي چې له دې سره هم ستونزه نه حلېږي او د دولت، مرستندويه موسـسو، سازمانونو او هېوادونو مرسته اړينه بولي.

نوموړي زياته کړه: ((اوس مهال زموږ ۷۵٪ ښوونځي ودانۍ نه لري او دا د زده کړې او کيفيت په مخ کې يو عمده مشکل دی؛ د درسي کتابونو له کموالي سره هم مخ يو او هيله لرو چې کتابونه ژر چاپ او تر موږ را ورسېږي چې د شاګردانو وخت ضايع نه شي.))

دغه راز د ګردېز ښار اړوند د تېرې سيمې د غفورخېلو ښوونځي يو زده کوونکی نورالله وايي چې د دوى ښوونځى ودانۍ نه لري.

هغه وايي: ((ډېرى وخت د باد او باران په ورځ مکتب رخصت وي او شاګردان ډېر د امنيت احساس هم نه کوي.))

بل لور ته په پکتيا کې لوړو ټولګيو ته د نجونو د نه تلو يا پرېښودو يو عمده لامل هم د ودانيو او ښځينه ښوونکو نه شتون ګڼل کېږي.

د سيد کرم ولسوالۍ د مش سيمې اوسېدونکی ذبيح الله وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره د سرپناه او مناسب ځای د نشتوالي له کبله ډېری کورنۍ خپلې لوڼې له څلورم يا پنځم ټولګي وروسته له ښوونځي وباسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.