ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښاروالي له کثافاتو څخه د ګټې اخيستنې طرحه عملي کوي

د کابل ښاروالي له کثافاتو څخه د ګټې اخيستنې طرحه عملي کوي

author avatar
26 Mar 2018 - 19:00
د کابل ښاروالي له کثافاتو څخه د ګټې اخيستنې طرحه عملي کوي
author avatar
26 Mar 2018 - 19:00

کابل(پژواک،۶وری۹۷): د کابل ښاروالۍ د تنظيف د چارو مشر وايي چې په پلازمېنه کې د يوې نوې عايداتي سرچينې رامنځ ته کېدو او د چاپېريال ساتنې په موخه د کثافاتو بېلولو طرحه عملي کېږي.

احمد بهزاد غياثي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د يادې شوې طرحې لومړني کارونه روان دي او ټاکل شوې ده چې تر دوو راتلونکو مياشتو پورې عملي شي.

نوموړي زياته کړه چې د لومړي ځل لپاره پر دا ډول طرحې کار روان دی او د کابل ښاروالي هوډ لري چې د وچو او لمدو کثافاتو د توپير او د کاغذي، پلاستيکي او ښيښه يي توکو يو له بل څخه په بېلولو سره، له هغو څخه د بيا ګټې اخيستنې زمينه برابره کړي.

د کابل ښاروالۍ د تنظيف مشر وويل چې د ښاروالۍ د پوهاوي ډلو د وري مياشتې له لومړيو څخه خپل کار پيل کړی او د خلکو کورونو ته په ورتګ سره، هغوی ته يو له بل څخه د کثافاتو بېلولو د اهميت پوهاوى ورکوي.

غياثي وويل چې ښاروالي به د غبرګولي له مياشتې له کثافاتو څخه د ګټې اخيستنې طرحه پيل کړې او ورپسې به دغه طرحه داوطلبۍ ته وړاندې شي څو هغه متقاضي شرکتونه چې  له کثافاتو څخه د بيا ځلي توليد وړتيا ولري، په ياده شوې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د هغه په وينا، د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست ۳۶۰۰کارګر لري او ټاکل شوې ده چې روان کال د نوې پروژې د پرمخ بېولو په موخه سلګونه نور کارګر هم وګومارل شي او شمېر به يې پنځو زرو تنو ته ورسېږي.

د ښاروالۍ دې چارواکي دغه راز وويل چې د تنظيف رياست د کارګرو د هڅونې لپاره د هغوی معاشونه دوه برابره زيات کړي او د مياشتې ۱۲زره افغانۍ ورکوي.

د کابل ښاروالۍ د تنظيف رياست د معلوماتو له مخې، په پلازمېنه کې هره ورځ درې زره ټنه کثافات تولېدېږي، خو دغه اداره له ښار څخه يوازې د دوه زره ټنو د ايستلو وړتيا لري او پاتې نور کثافات د رخصتيو په ورځو او دوو کاري شيفتونو کې لېږدول کېږي.

دغه کثافات د کابل ختيځ ۲۰کيلومترۍ کې د بت خاک سيمې ته وړل کېږي.

د ښاروالۍ د تنظيف مشر د کابل ښار له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې په خپلو کورونو کې دې د کثافاتو په بېلولو سره د کثافاتو ټولولو طرحې په بريالۍ توګه عملي کېدو کې همکاري وکړي څو له يوې خوا له کثافاتو څخه د مصرفي شيانو د توليد لپاره زمينه برابره شي او له بلې خوا د  هېواد چاپېريال ساتنې او اقتصاد سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.