کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د کابل پوليسو تاييد کړې چې د ابن سينا روغتون د زړه جراحۍ يو متخصص ډاکتر د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوى دى.
دغه ډاکتر اسدالله ضرابي نومېږي او تېره شپه شاوخوا ٨:٤٠ بجې تښتول شوى دى.
د کابل امنيې قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال داوود امين پژواک خبري اژانس ته د دغه خبر د پخلي تر څنګ وويل چې ٥٤ کلن ډاکتر اسدالله تېره شپه له خپل شخصي کتنځي کور ته روان و چې کور ته نږدې د درېيو وسله والو له لوري وتښتول شو.
د کابل ښار دغه امنيتي چارواکي زياته کړه چې په دې اړه د پوليسو هڅې روانې دي او تر اوسه يې دوه تنه د يوه ډاکتر په ګډون نيولي دي.
امين وويل چې په دې اړه جدي څېړنې پيل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن