ايبک (پژواک، ۶ وری ۹۷): د سمنګان په مرکز کې د ترافيکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.
د سمنګان د ترافيکي پېښو امر سمونمل عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شپږ بجې د دغه ولايت د مرکز ايبک په لرغان سيمه کې يوه موټر، يوه ۱۴ کلنه نجلۍ وهلې او تښتېدلی دی.
د نوموړي په وينا، ياده نجلۍ چې د همدې سيمې اوسېدونکې ده، مړه شوې او پوليس تر اوسه د موټر چلوونکي پر نيول کېدو نه دي بريالي شوي.
نوموړي دغه راز وويل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د ايبک په حسن خېل سيمه کې دوو کرولا موټرو ټکر کړی.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې يو کس وژل شوی او ۷ نور ټپيان دي.
د عبدالرازق په خبره، په پېښه کې مړ شوی کس د ايبک ښار او ټپيان د بلخ، بغلان او سمنګان ولايتونو اوسېدونکي دي.
د دوو مړه شوو جسدونه او ۷ ټپيان د سمنګان ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
د دغه روغتون د بېړنۍ څانګې نوکريوال ډاکتر عليرضا وويل چې د دوو ټپيانو وضعيت نازک دی او د بلخ حوزوي روغتون ته استول شوي او پاتې نور په همدغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې وړاندې هم د ياد ولايت په مرکز کې د دوو ترافيکو پېښو له امله شپږ کسان مړه او څلور نور ټپيان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن