ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

الکوزی: د سوداګرو او صرافانو پرضد د ګواښونو زياتېدو اندېښمن کړي يو

الکوزی: د سوداګرو او صرافانو پرضد د ګواښونو زياتېدو اندېښمن کړي يو

author avatar
27 Mar 2018 - 19:07
الکوزی: د سوداګرو او صرافانو پرضد د ګواښونو زياتېدو اندېښمن کړي يو
author avatar
27 Mar 2018 - 19:07

کابل(پژواک،۷وری۹۷): د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال وايي چې تېر کال په هېواد په ځانګړې توګه کابل کې له ۸۰ډېر سوداګر او صرافان تښتول شوي چې يو شمېر يې وژل شوي او ځينې يې لا هم په بند کې دي.

خان جان الکوزي دغه موضوع نن په کابل کې په يوې خبري ناسته کې څرګنده او زياته يې کړه چې دې بهير سوداګر او پانګوال سخت اندېښمن کړي دي.

هغه د صرافانو او سوداګرو پرضد د ګواښونو زياتېدو ته په اشارې سره وويل چې په ۱۳۹۶ کال کې په کابل، ننګرهار او هرات ولايتونو کې له ۸۰ډېر صرافان او سوداګر تښتول شوي چې يو شمېر يې وژل شوي او ځينې يې لا هم په بند کې دي.

الکوزي زياته کړه:"  په ننګرهار کې يوه ورځ يوه يا دوې پېښې رامنځ ته کېږي، يوازې د دوو وروستيو اوونيو په اوږدو کې  په کابل کې شپږ صرافان تښتول شوي او وژل شوي دي. "

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خبرداری ورکړ چې که امنيتي ځواکونه د سړي تښتونې مخه ونه نيسي او د سوداګرو او صرافانو امنيت خوندي نه کړي، دغه بهير به د هېواد پر اقتصاد ډېره منفي اغېزه وکړي او دغه کسان به له هېواد څخه خپلې پانګې و باسي.

په ياده خبري غونډه کې د حاجي بهادر په نامه يو صراف پژواک ته وويل چې د تېر کال د کب په ۲۱مه نېټه ناپېژاندو وسله والو دده د تښتولو نيت درلود.

هغه زياته کړه:" وسله والو کسانو چې پوځي جامې يې پرتن وې، د کابل هوايي ډګر پر سړک يې زه ډېر ووهلم او وروسته له دې چې زما څخه يې ۵۰زره ډالر واخيستل، غوښتل يې چې ومې تښتوي، خو دا چې خلک ډېر وو نو بريالي نه شول. "

حاجي بهادر چې د دې پېښې پرمهال د ډېر وهل کېدو له امله پر لار سم نه شي تلای، يادې شوې غونډې ته يې د څو تنو خپلوانو په مرسته  راغلی و.

نوموړي وويل چې له حکومت څخه غواړم د پانګوالو امنيت دې خوندي کړي، له دې پرته به اړ وي چې د خپل امنيت د خونديتوب په موخه له افغانستان څخه ووځي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.