کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د پولنډ ولسمشر د افغانستان له اجرائيه رييس سره په کتنه کې ويلي چې هېواد يې د افغان ځواکونو د روزني، مشورې او ملاتړ په موخه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي خپل سرتېري زياتوي.
د راپورونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې نږدې ١٣٥٠٠ بهرني ځواکونه مېشت دي چې ١٩٢ يې پولڼديان دي.
د اجرائيه رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د پولنډ له ولسمشر اندژي دودا سره په لیدنه کي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
سرچينه ليکي چې عبدالله په دې کتنه کې له افغانستان سره د پولنډ له پوځي همکاریو مننه وکړه او په دې برخه کې يې د همکاریو دوام او زیاتوالی مهم بللى دى.
هغه همداراز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کي د افغانستان له کاندیداتورۍ د پولنډ ملاتړ هم د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ښه ګام بللى او د پولنډ دغه کار يې ستايلى دى.
د خبرپاڼې له مخې، د پولنډ ولسمشر ويلي چې هېواد به يې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ په موخه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي خپل سرتېري ډېر کړي او هم به له افغانستان سره سیاسي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن