غزني (پژواک، ٧ ورى ٩٧): د غزني د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د بېوزلۍ او نا امنۍ له امله په دغه ولايت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناروغي ډېره شوې ده.
د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکتر ظاهرشاه نېکمل د وري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولايت کې پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ٥١٩٦ و خو سږ کال دغه شمېر ٧١٢٢ ته لوړ شوی دی.
هغه وايي: ((دا هغه کسان دي چې له موږ سره راجستر شوي، کېداى شي چې شمېره له دې هم لوړه وي ځکه ډېر کسان تر اوسه نه دي راجستر شوي.))
د نېکمل په وينا، وچکالي، بېوزلي او نا امني د ماشومانو د خوار ځواکۍ اصلي لاملونه دي چې پر وړاندې يې جدي مبارزه په کار ده.
ده وويل چې د غزني په ټولو ولسواليو کې يې د روغتيايي مرکزونو تر څنګ ګرځنده کلينيکونو ته دنده سپارلې چې پر دې ناروغۍ اخته ماشومان راجستر او درملنه يې پيل کړي.
هغه زياته کړه: ((د وقايې په توګه په مکتبونو کې موږ شاګردانو ته ګولۍ ورکوو، څو پر دې ناروغۍ اخته نه شي او دغه راز د عامه پوهاوي په موخه مو ورکشاپونه هم جوړ کړي دي.))
د نېکمل د معلوماتو له مخې، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ونې ټيټې او هډوکي يې کمزوري وي چې د ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو ناروغيو سره مخ کېږي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل: ((زما دوه زامن پر دې ناروغۍ اخته دي، يو غټ دى خو دا بل بيا يو نيم کلن دى.))
د هغه په وينا، پخوا په دې ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز نه و، نو ځکه دوى نه دي توانېدلي د خپلو بچیانو درملنه وکړي.
د نوموړي په خبره چې په دې وروستيو کې يې د خپلو زامنو درملنه پيل کړې ده.
دغه راز د غزني د ګيرو اوسېدونکی عبدالله بيا وايي چې په دې ولسوالۍ کې هېڅ روغتيايي مرکز نشته، نو ځکه يې اوسېدونکي پر بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن