د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پولنډ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زياتوي

پولنډ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زياتوي

Mar 27, 2018 - 11:14

کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د پولنډ ولسمشر د افغانستان له اجرائيه رييس سره په کتنه کې ويلي چې هېواد يې د افغان ځواکونو د روزني، مشورې او ملاتړ په موخه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي خپل سرتېري زياتوي.

د راپورونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې نږدې ١٣٥٠٠ بهرني ځواکونه مېشت دي چې ١٩٢ يې پولڼديان دي.

د اجرائيه رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د پولنډ له ولسمشر اندژي دودا سره په لیدنه کي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

سرچينه ليکي چې عبدالله په دې کتنه کې له افغانستان سره د پولنډ له پوځي همکاریو مننه وکړه او په دې برخه کې يې د همکاریو دوام او زیاتوالی مهم بللى دى.

هغه همداراز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کي د افغانستان له کاندیداتورۍ د پولنډ ملاتړ هم د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ښه ګام بللى او د پولنډ دغه کار يې ستايلى دى.

د خبرپاڼې له مخې، د پولنډ ولسمشر ويلي چې هېواد به يې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ په موخه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي خپل سرتېري ډېر کړي او هم به له افغانستان سره سیاسي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه نه دي ويلي چې پولنډ به څومره نور سرتېري افغانستان ته راولېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پلان کي ده چي روان کال به افغانستان او پولنډ د خپلو سیاسي اړیکو د پیل له نویمې کالیزې په ځانګړي مراسمو کې نمانځنه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement