کندوز ښار (پژواک، ٧ ورى ٩٧): په کندوز کې د وسله والو طالبان د بريد له امله د طالبانو د پخواني او سيمه ييزو پوليسو د اوسني قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د وري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د کندوز ښار په زرخريد سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې ډله ييز بريد وکړ.
هغه وايي چې د دغه بريد له امله شيخ ظاهر او دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان دي.
ده وويل چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.
د اړوندې موضوع په اړه د زرخريد سيمې اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې سهار وختي طالبانو د شيخ ظاهر پر پوستې بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې خپله شيخ ظاهر او دوه نور ملکي کسان وژل شوي دي.
په دې اړه د کندوز ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري وايي چې د کندوز ښار په پنځه کيلومترۍ کې نن سهار جګړه شوې ده.
هغه وايي: ((دغه ډول جګړه خلک اندېښمن کوي، بايد امنيتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې پراخ عمليات ترسره کړي.))
د يادونې ده، شيخ ظاهر شاوخوا شپږ کاله وړاندې له شلو نورو طالبانو سره يو ځاى د سولې له پروسې سره يو ځاى شو او له هغه وروسته يې د طالبانو پر وړاندې وسله واله مبارزه پيل کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن