ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي

په فراه کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي

author avatar
28 Mar 2018 - 16:31
په فراه کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي
author avatar
28 Mar 2018 - 16:31

فراه (پژواک، ٨ ورى ٩٧): په فراه ولايت کې لږ تر لږه د ملي اردو څلور سرتېري او شاوخوا لس طالبان وژل شوي او له يادو امنيتي ځواکونو لس تنه ټپيان دي.

دا نښته د ملي اردو د ځانګړې قطعې او دولت د وسله والو مخالفينو تر منځ تېره شپه د فراه د بالا بلوک ولسوالۍ په سياه ځنګل کلي کې رامنځته شوې ده.

بېلابېلو سرچينو د دې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه متفاوتې شمېرې وړاندې کړې دي.

په فراه کې د ملي اردو د دويمې پياه لوا وياند نورالحق خالقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده نښته هغه مهال رامنځته شوه چې امنيتي ځواکونه د چورلکو له لاې په سياه جنګل کلي کې پلي شول.

هغه وويل چې په دې نښته کې د ځانګړې قطعې څلور کسان سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

خالقي زياته کړه چې په دې جګړه کې څه باندې لس وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي.

يوه ځايي اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه ډېر معلومات نه لري، خو د پنځو تنو مړي يې د جګړې په ډګر کې ليدلي دي.

هغه وويل چې په دې نښته کې ١٣ وسله والو طالبان چې درې يې پاکستانيان دي، وژل شوي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې په دې نښته کې دوه طالبان او ١٤ دولتي کومانډو ځواکونه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت د تېر ١٣٩٦ کال د کب په ١٢مه نېټه هم ويلي وو چې په بابلوک کې څلور  کومانډو ځواکونه وژل شوي، خو طالبانو د لسګونو تنو د مرګ ژوبلې ادعا کړې وه.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.