ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښېوې ولسوالۍ امنيه قوماندان په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ښېوې ولسوالۍ امنيه قوماندان په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Mar 2018 - 19:02
د ښېوې ولسوالۍ امنيه قوماندان په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Mar 2018 - 19:02

تعقيبي - جلال اباد (پژواک،۸وری ۹۷): ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو بريد کې د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ امنيه قوماندان په ګډون اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وري په ۸مه پژواک ته وويل، د ښېوې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل مطيع الله خان د ملي اردو د يو سرتېري د جنازې لمانځه اداء کولو پر مهال په ډزو کې ټپي شوی و چې وروسته يې روغتون کې ساه ورکړه.

هغه وايي، پېښه د دغې ولسوالۍ په بډيالۍ سيمه کې نن له غرمې وروسته درې بجې هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژاندو وسله والو د جنازې پر ګډونوالو ډزې وکړې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د وسله والو د ډزو له امله د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان او يو ملکي وګړی وژل شوي او څلور نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د خوږياڼي په وينا، ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د يو ټپي حالت نازک ښودل شوی.

۶۰ کلن رحمت الله چې په ياده پېښه کې ټپي شوی او د جلال اباد حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوی، پژواک ته وويل، وسله والو له څو خواوو پر ملکي خلکو او امنيتي مسوولينو ډزې وکړې.

د نوموړي په وينا، ورته معلومه نه ده چې پېښه کې نور څومره کسان مړه يا ټپيان شوي؛ خو سيمې ته ډېر زيات شمېر کې کسان راوړل شوي و.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.