کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٧): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند پر سعودي عربستان د يمن د حوثي وسله والو توغندويي برید غندلى دى.
څو ورځې مخکې د يمن حوثي وسله والو چې د ايران ملاتړ لري، پر سعودي عربستان اووه توغندي وتوغول چې اووه واړه په هوا کې له منځه يووړل شول، خو د يوه توغندي پارچې په رياض کې پر يوه کور ولګېدې چې له امله يې يو کس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
د حزب اسلامي افغانستان له لوري د اوري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د سعودي عربستان پر خاوره د ایران پلوه حوثي ملېشو توغندويي بریدونه په کلکو ټکو غندي.
حزب اسلامي اعلان کړى چې د حرمینو شریفینو له پولو دفاع د هر مسلمان دیني وجیبه ده او حزب اسلامي به د تل په څېر د دې ډول بریدونو پر وړاندي د سعودي د دولت او ولس خوا ته ولاړ وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا یو ثابت واقعیت دی چي ایران ډېر ناولی دریځ غوره کړی، عراق، سوریه، لبنان او یمن يې د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې پر ډګرونو اړولي، نه یوازې دا، بلکې اوس يې هڅه دا ده چي د سعودي عربستان امن هم وننګوي.
حزب اسلامي ويلي، ايران حوثي ملېشو ته د بالستیکي توغندیو په شمول هر ډول پوځي او لوژیستکي مرستي برابروي، څو هغوی يې د سعودي پر خاوره د بریدونو لپاره وکاروي چي د دې ډول ناروا او وحشیانه بریدونو یوه بېلګه د روان میلادي کال د مارچ په ۲۵مه ماښام د سعودي پر یو شمېر ګڼ مېشته سیمو برید دی چي د څو تنو د مکرګ ژوبلې لامل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي: "موږ یو ځل بیا دا ډول بریدونه په کلکه غندو او له نړیوالي ټولني غوښتنه کوو چي د ایران د پراختیا غوښتني او یرغلیز سیاست مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي تهران پر دې وتوانېږي نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو ته نورې ستونزې را ولاړې کړي او د سعودي عربستان امن اخلال او ځمکنۍ بشپړتیا يې وګواښي."
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم دا بريد غندلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن