ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا د کانګريس پلاوي له ولسمشر او اجرائيه رييس سره وليدل

د امريکا د کانګريس پلاوي له ولسمشر او اجرائيه رييس سره وليدل

author avatar
29 Mar 2018 - 13:56
د امريکا د کانګريس پلاوي له ولسمشر او اجرائيه رييس سره وليدل
author avatar
29 Mar 2018 - 13:56

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٧): د امريکا د کانګريس پلاوي له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله سره پر ېېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

له ارګه د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې د نانسي پلوسي په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د کانګريس له پلاوي سره چې په رسمي سفر کابل ته راغلی و، وکتل.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې ولسمشر غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب نانسي پلوسي او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او له افغانستان سره یې د امریکا متحدو ایالتونو د خلکو، کانګرس او حکومت تعهد او همکارۍ د قدر وړ وبللې.

هغه زیاته کړه، د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ګډې همکارۍ او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ ماحول ته مثبت بدلون ورکړی دی او تر بل هر وخت اوس خپلو موخو ته نږدې دي.

ولسمشر څرګنده کړه، له ولسواک نظام پرته بل نظام په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي او خلک هم د دغه نظام غوښتونکي او ملاتړي دي.

د اشرف غني په وينا، د ملي یووالي حکومت په شفافه توګه راتلونکو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو او ورپسې د ولسمشريزو ټاکنو ته ته ژمن دی.

د حکومت اجرائيه ريیس هم یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستې او همکاریو قدرداني وکړه او دا یې د ګډ دښمن د ځپلو او ګډو موخو ته د رسېدو په برخه کې ګټورې وبللې.

د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرېس پلاوي مشرې نانسي پلوسي په دې ليدنه کې ويلي چې د ملي يووالي حکومت د درې کلونو لاسته راوړنې او پرمختګونه له هیله مندۍ ډک دي او د راتلونکو پلانونو تطبیق سره به په افغانستان کې سوله او ثبات لا زیات تامین شي.

مېرمن پلوسي وویل، هېواد یې له افغانستان سره دوامداره همکاریو او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به د ستراتیژیک متحد په توګه د افغانستان تر څنګ پاتې شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د سولې پروسې، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعال حضور، اقتصادي ودې، پانګونې، د خصوصي سکتور د رول، صادراتو، وارداتو، ترانزیټ، سیمه ییزو همکاریو، د لویو او سیمه ییزو پروژو د تطبیق، ټاکنو، له فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.