ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: پکتيا جدي پاملرنې ته اړتيا لري

يوناما: پکتيا جدي پاملرنې ته اړتيا لري

author avatar
29 Mar 2018 - 12:07
يوناما: پکتيا جدي پاملرنې ته اړتيا لري
author avatar
29 Mar 2018 - 12:07

ګردېز (پژواک، ٩ ورى ٩٧): په کابل کې د يوناما دفتر چارواکي وايي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري بايد بېرته خپل فعاليت په پکتيا ولايت کې پيل کړي؛ ځکه چې ډېره اړتيا ورته وليدل کېږي.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري خپل فعاليت په پکتيا ولايت کې بند کړى دى.

خو پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر مرستيال ټوبي لېنزر ګردېز ته په يو رسمي کاري سفر کې د دغه ولايت له چارواکو سره وکتل او د بېلابېلو برخو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

لېنزر وويل چې پکتيا د روغتيا، پوهنې، بيارغونې او نورو برخو کې جدي پاملرنې ته اړتيا لري او له دغه سفر څخه يې موخه د ستونزو او غوښتنو ارزونه ده.

نوموړي او ورسره پلاوي د عامې روغتيا رياست او ګردېز ملکي سل بستريز روغتون له مسوولينو سره د ګردېز او ولسواليو د روغتيايي وضعيت په اړه وليدل او ويې ويل چې په دې برخو کې بايد ډېر کار وشي.

ده وويل: ((نن زه ګردېز ته راغلی يم او نور سفرونه به هم ولرو، نړيوال روغتيايي سازمان او د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره به پکتيا ته توجه وکړي؛ ځکه دې ولايت کې زيات کار ته اړتيا ده.))

ټوبي لېنزر په ګردېز کې د زون په کچه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر UNHCR فعاليت اړين بولي او وايي چې د يادې ادارې د دفتر په بېرته پرانيستلو کې به هڅه وکړي.

لېنزر وویل: ((ما د پکتيا له والي سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په ګډون د دغه ولايت په بېلابېلو مسايلو او ننګونو خبرې وکړې، په دې سيمه کې د UNHCR دفتر د بېرته پرانیستلو لپاره تر خپله وسه هڅه کوو.))

دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د يوناما استازی د دغه ولايت د بيارغونې، فساد، د دولت او ولس تر منځ د اړيکو او عمومي وضعيت ارزونې او د دوی د ستونزو او غوښتنو لپاره ګردېز ته راغلی و او د ګډ کار لپاره به خپلو سفرونو ته دوام ورکړي.

کټوازي هيله څرګنده کړه چې په ګردېز کې به د UNHCR دفتر بېرته پرانيستل شي: ((په ټولو برخو کې مو شته ستونزې ورسره شريکې کړې چې مثلاً موږ د ښوونځيو په تعميرونو برخه کې ستونزې لرو، سړکونو او هره بله برخه کې؛ بله مهمه خبره دا چې دا زون دی او بايد دلته د زون په سطحه د دوی ټول دفاتر خلاص شي؛ ځکه د زون د نورو ولايتونو خلک هم دلته مراجعه کوي. دا ولايت له نورو ډېر پاتې دی او زيات کار ته اړتيا لري.))

د يوناما مرستيال په داسې حال کې با کيفيته زده کړو ته د ټولو ماشومانو پر لاسرسي او د غربت پر له منځه وړو ټينګار وکړ چې په دغه ولايت کې لا هم پر شرايطو برابر کسان ښوونځيو ته لاسرسى نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.