ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه شوه

پروان کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه شوه

author avatar
29 Mar 2018 - 12:09
پروان کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه شوه
author avatar
29 Mar 2018 - 12:09

چاريکار (پژواک، ٩ ورى ٩٧): د پروان ولايت په مرکز کې د نږدې ١٢ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې ويالې په جوړېدو سره، د سل هکتاره کرنيزې ځمکې د اوبو د کموالي ستونزه لرې شوه.

دغه وياله چې ١٥٠٠ متره اوږدوالى لري، د پروان د مرکز اړوند په تتمدره سيمه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې او نن ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.

د دغه ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مشر عبدالکبير فرزام پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه وياله د کرنې څانګې له بوديجې د ١١.٧ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.

د هغه په وينا، د دې ويالې له اوبو درې زره کورنۍ ګټه پورته کوي او له دې لارې د دې سيمې د خلکو سل هکتاره ځمکه خړوبېږي.

د سيمې يو اوسېدونکی محمد صديق وايي چې مخکې د دې ويالې ډېرې اوبه ضايع کېدې او د اوبو د کموالي له امله خلکو خپلې ټولې ځمکې نه شو کرلاى.

خو هغه وايي چې اوس د ويالې په پاخه او اساسي ډول جوړېدو سره دغه ستونزه حل شوه.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال په پروان کې د ٤٠٠ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې کرنيزې پروژې پلې شوې دي.

سرچينه زياتوي چې په دغو پروژو کې د ويالو، نوو باغونو او ممیز خونو جوړول او نور شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.