د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په وروستيو درېيو مياشو کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ٢٥ موارد ثبت شوي

په وروستيو درېيو مياشو کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ٢٥ موارد ثبت شوي

Mar 29, 2018 - 16:34

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٧): د افغان خبريالانو د خونديتوب ټولنه د هغه څه په اړه چې دغه ارګان يې د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتريخوالي لوړوالى بولي، اندېښنه څرګندوي او وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې له خبريالانو سره د تاوترخوالي ٢٥ موارد ثبت شوي دي.

د يادې کمېټې مشر صديق الله توحيدي د خپلې کمېټې درې مياشتنۍ راپور نن په کابل کې يوې ناستې ته وړاندې کړ.

هغه وويل چې د روان زېږديز کال په لومړيو درېيو مياشتو (د ١٣٩٦ کال د مرغومي ١١مې د ١٣٩٧د وري ٩مې) نېټې پورې د ثبت شوو ارګانونو له لوري د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو له لوري له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ٢٥موارد ثبت شوي چې ١٤ يې په هرات او غور کې دي.

توحيدي وويل چې په دې موده کې د تاوتريخوالي ١١ موارد د هېواد په شمال، سوېل او ختيځ حوزو کې ثبت شوي، څرګندوي چې د افغانستان هېڅ کومه برخه له خبريالانو سره له تاوتريخوالي خالي نه ده.

هغه زياته کړه: ((د دې پېښو رامنځته کېدل د خبريالانو د خونديتوب کمېټه اندېښمنه کړې چې د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې پر کار سربېره هم له خبريالانو سره د حکومتي افرادو ناوړه چلند دوام لري.))

صديقي الله توحيدي په ډاګه کړه چې د افغانستان په سوېل او سوېل ختيځ کې د مخالفو او ترهګرو ډلو شتون د ازادو خبريالانو او رسنيزو فعاليتونو پر وړاندې جدي ګواښ ګنل کېږي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د عدالت غوښتنې څانګې مشر وويل چې په دې سيمو کې شته ګواښونه په مستقيم ډول يا د ټيلېفون له لارې دي چې تر ټولو زيات ګواښونه ننګرهار کې د داعش او طالبانو له لوري ترسره شوي دي.

توحيدي زياته کړه: ((زموږ همکاران د افغانستان په ټولو سيمو کې ګواښل کېږي، په دې برخه کې له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې ډېر ژر دې دغه ستونزه حل کړي او امنيتي ځواکونه بايد نه يوازې چې د خبريالانو د ځورونې سبب ونه ګرځي، بلکې تر خپل ملاتړي چتر لاندې دې راولي.))

هغه د يادې ناستې په اوږدو کې زياته کړه چې د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې معلوماتو ته د خبريالانو د لاسرسي حق له محدوديتونو سره مخ شوى او اکثره خبريالان له دغه بهيره شکايت کوي.

توحيدي وويل اړينه ده چې حکومت دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي، څو دغه اطلاعاتي تشه پر ټولنه او د خلکو پر روحيه منفي اغېز ونه کړي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مشر د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو چمتووالي ته په اشارې سره وويل چې د ټاکنيز بهير د پوښښ لپاره دې د خبريالانو امنيت ته جدي پاملرنه وشي.

د شېبه راډيو خبريالې نجيبې زمان د ناستې په څنډه کې پژواک ته وويل، معلوماتو ته لاسرسى ستونزمن دى او چارواکي په ځانګړي ډول حکومتي وياندويان خبريالانو ته په وخت سره اړين معلومات نه ورکوي اوحتى په دې برخه کې د کورنيو او بهرنيو رسنيو تر منځ تبعيض کوي.

د هغې په خبره، د حکومت چارواکي او ويندويان د کورنيو رسنيو پر ځاى بهرنيو ته ډېر معلومات ورکوي او مسوول ارګانونونه دې برخه ته جدي پاملرنه نه کوي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement