ايبک (پژواک، ۹ وری ۹۷): د سمنګان ولايت په مرکز ايبک کې تېره شپه يوه ۳۲ کلن سړي د ښکاري ټوپ پر ډز خپل دوه کلن زوی وژلی او مېرمن يې ټپي کړې ده.
د سمنګانو امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول منير رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ۳۲ کلن کمال الدين د دغه ولايت د مرکز ايبک ښار د ميرکلا په کلي اوسېږي له خپلې مېرمنې سره د اختلاف له امله یې دغه کار کړی دی.
د نوموړي په خبره، کمال الدين يې له خپلې مېرمنې سره د اختلاف له امله احساساتي شوی او پر مېرمن يې د چره ييز ټوپک ډز کړی چې په پايله کې د نوموړي دوه کلن زوی وژل شوی او مېرمن يې ټپي ده.
هغه وويل چې کمال خان د پوليسو له خوا نيول شوی او په لومړنيو پلټنو کې يې پر خپل جرم اعتراف کړی.
د ايبک ولايتي روغتون د بېړنۍ برخې نوکريوال ډاکتر محمد وسيم زرين وايي چې ياده مېرمن په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې ده او روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ نه دی.
د معلوماتو له مخې، کماالدين د دغه ولايت د دره صوف پايين د بغک کلي اصلي اوسېدونکی دی او شاوخوا دوه کاله وړاندې د نا امنۍ له امله له خپلې کورنۍ سره له بغک کلي څخه ميرکلال ته کډه کړې او هلته اوسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن