ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د يوه وکیل کسانو په کابل کې د يوه استخراجي شرکت د فعاليت مخه ونيوه

د ولسي جرګې د يوه وکیل کسانو په کابل کې د يوه استخراجي شرکت د فعاليت مخه ونيوه

author avatar
30 Mar 2018 - 15:57
د ولسي جرګې د يوه وکیل کسانو په کابل کې د يوه استخراجي شرکت د فعاليت مخه ونيوه
author avatar
30 Mar 2018 - 15:57

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٧): لسګونو کوچيانو په کابل کې د ولسي جرګې د يوه غړي د ورور حاجي موسى په پلوۍ لاريون وکړ او يو ترکى شرکت یې چې له دوولسو کلونو راهيسې د تعميراتي ډبرو په استخراج بوخت دى، تړلى يې دى.

لاريون کوونکو چې شمېر يې له ٢٠٠ کسانو ډېر و، نن سهار د “سپتي اوغلوانس مات ستي” پر شرکت چې د څرخي پله د تنګي غارو د مرواريدو له غونډۍ د تعميراتي ډبرو په استخراجولو بوخت دى، هجوم وړ ووړ او د لاريون په کولو سره يې د دغه شرکت د فعاليت مخه ونيوه.

خو په ولسي جرګه کې د کوچيانو د استازي ملا تره خېل ورور حاجي موسى تره خېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لاريون د څلور زرو کورنيو له خوا شوى او نوموړى په دې موضوع کې ښکېل نه دى.

ده زياته کړه، د يادې سيمې خلک د هغو چاودنو چې د دغه شرکت له خوا د ډبرو د استخراج پر مهال کېږي او همدارنګه د دغه شرکت له خاورو او دوړو څخه په تنګ شوي، له همدې امله په خپله سيمه کې د دې فابريکې د فعاليت بندولو غوښتونکي دي.

د هغه په وينا، د تنګي غارو اوسېدونکو دغه شرکت تړلى او چا ته اجازه نه ورکوي چې په ياده سيمه کې فعاليت وکړي.

خو د “سپتي اوغلوانس مات ستي” شرکت مرستيال حاجي محمد عظيم احمدي وايي چې د وري مياشتې د اومې شپې په کابو اتو بجو د حاجي موسى کسان له څو مرمۍ ضد موټرو سره شرکت ته ورغلل او له دغه شرکت سره نږدې يې يو کانټينر کېښود او درې وسله وال ساتونکي کې يې په کې ځاى پر ځاى کړل.

ده پژواک اژانس ته وويل: “له موضوع تر خبرېدو وروسته يې د کورنيو چارو وزارت او د کابل اسمايي ١٠١ زون قوماندانۍ رسماً په جريان کې واچوله او هغوى يو ټېم وګوماره چې کانټينر لرې کړي، خو تر اوسه پورې نه يواځې دا چې کانټينر لرې نه شو، نن ورځ د حاجي موسى کسانو له ٤٠٠ تنو سره پر شرکت بريد وکړ او شرکت يې په خپله ولکه کې راووست.”

د هغه په خبره، د حاجي موسى کسانو د شرکت په دروازه کې د دوو کانټينرونو په ايښودو سره شرکت تر خپل کنټرول لاندې راوستى او د هغه فعاليت يې درولى دى.

دى وايي، حاجي موسى په دې پلمه چې د دوى شرکت د خلکو د اذيت سبب شوى، خلک راټول کړي او غواړي د شرکت ګټه د نورو شرکتونو په څېر چې په ساحه کې دي او د فعاليت جواز نه لري، د هغوى جېب ته ولاړه شي.

خو حاجي موسى دغه ادعاګانې رد کړې او ويې ويل چې له هېچا يې لس افغانۍ هم نه دي اخيستي.

ده زياته کړه: “دغه خبرې يې زموږ د بدنامۍ په خاطر ويلي او هېڅ حقيقت نه لري.”

د شرکت مرستيال بيا د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې په دې ساحه کې د دوى پر شرکت سربېره ١٢ نور شرکتونه هم شته او فعاليت کوي چې يو يې هم د کانونو وزات له خوا د فعاليت جواز نه لري، خو دا چې حاجي موسى ته پيسې ورکوي، پر استخراج مصروف دي.

د ترکي شرکت مرستيال چې خپله هم افغان دى او له يوه ترکي وګړي سره په ګډه د دغه شرکت رياست ور له غاړې دى او د يوه شريک په توګه کار کوي، له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((که چېرې زه هم هغه [حاجي موسى] ته پيسې ورکړم، يا اجازه ورکړم چې کان ته څېرمه غونډۍ غصب کړي، نو هېڅ ستونزه نشته.))

د هغه په وينا، د دوى شرکت په تېرو ١٢ کلونو کې په کال کې تر سل زره ډالرو ډېره ماليه دولت ته ورکړې او د فعاليت جواز هم لري.

په ورته وخت کې د شرکت مرستيال پژواک ته وويل چې د دغه شرکت ټول کارکوونکي د حاجي موسى له وسله وال بريد وروسته تښتېدلي او کار ته نه دي حاضر شوي، حتى د کارکوونکو دوه موټر چې د تېښتې پر مهال يې تخنيکي ستونزه پيدا کړې وه، د شرکت په انګړ کې پاتې دي.

د کابل ١٠١ زون يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې دغه موضوع د دوى تر څېړنې لاندې ده، هېڅوک او ډله حق نه لري چې په هېواد کې د پانګه والو د قانوني کار مخنيوى وکړي.

د پژواک خبري اژانس خبريال د پېښې له ځايه په خپل راپور کې وايي چې پر لسګونو موټرو سربېره چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال افراد لېږدوي، يو شمېر زرهي وسايط هم چې د ځايي اوسېدونکو په خبره، په حاجي موسى تره خېل او د هغه په ورور ملا تره خېل محمدي پورې چې په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازى هم دى، اړه لري او پر شرکت د بريد پر مهال په ساحه کې ليدل کېدل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.