ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د داعش څلور هندي غړي په افغانستان کې وژل شوي

د داعش څلور هندي غړي په افغانستان کې وژل شوي

author avatar
30 Mar 2018 - 21:45
د داعش څلور هندي غړي په افغانستان کې وژل شوي
author avatar
30 Mar 2018 - 21:45

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۹۷) : راپورونه وایي، چې دداعش وسله والې ډلې څلور هندي غړي په افغانستان کې د هوایي بمبار پر مهال وژل شوي دي.

هندي رسنیو د وري په ۱۰مه، په دې اړه راپور خپور کړی، خو د پيښې کره ځای او کره نیټه یې نه ده په ډاګه کړې.

د (انډین ایکسپریس) په نامه یوې رسنۍ خبر ورکړی، چې دغه کسان د هندوستان دکیراله ایالت اوسیونکي او څه موده مخکې نادرکه شوي وو.

د کیراله ښار پولیسو ویلي، چې دوی هم له خپلو سرچینو څخه په دې اړه معلومات ترلاسه کړي، خو تراوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

سرچینې زیاته کړې، ددې ښار یوه کورنۍ چې خاوند، ښځه او یوماشوم وو، په افغانستان کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي وو.

راپورونه وایي، چې دغه کورنۍ له یوه بل هندي وګړي سره په دې وروستیو کې په افغانستان کې د هوایي بمبار پر مهال وژل شوي دي.

دیادونې وړ ده، چې دکیراله ایالت مشر وزیر دوه کاله مخکې ویلي وو، چې ددې سیمې ۲۱ اوسیدونکي نادرکه شوي او کیدای شي په افغانستان کې له داعش سره یوځای شوی وي.

تردې مخکې هم په افغانستان کې د داعش هندي غړي چې د کیراله اوسیدونکي وو، وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.