ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نارنج ګل کلنۍ دوديزه مشاعره ترسره شوه

د نارنج ګل کلنۍ دوديزه مشاعره ترسره شوه

author avatar
30 Mar 2018 - 12:08
د نارنج ګل کلنۍ دوديزه مشاعره ترسره شوه
author avatar
30 Mar 2018 - 12:08

جلال اباد (پژواک، ۱۰ وری ۹۷): په ننګرهار کې د نارنج د ګل کلنۍ دوديزه مېله او مشاعره د زرګونو ګډونوالو په موجوديت کې ترسره شوه.

دغه مشاعره چې پرون د وري په ۹مه مازيګر مهال د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې جوړه شوې وه، په کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، د ولسمشر سلاکارانو، د ننګرهار ولايت چارواکو، د هېواد د بېلابېلو ولايتونو او کوزې پښتونخوا شاعرانو او د شعر زرګونه مينه والو برخه اخيستې وه.

دې ادبي محفل دوه نورې برخې درلودې چې يوه د مشاعرې او بله يې د ويناوو برخه وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير پوهاند رسول باوري وويل، چې د نارنج ګل مشاعرې ملي بڼه خپله کړې او د ختيځو ولايتونو د خلکو مېلمه پالنه او مينه ده، چې يادې مشاعرې ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلک راځي.

ده زياته کړه، د نارنج ګل د مشاعرې ورځ سر له همدې کاله په کاليزه کې هم وليکل شوه.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې سږنۍ مشاعره له نورو سره په توپير کې ده، ولسي رنګ لري او ټولو شاعرانو ته په کې وخت ورکړل شو.

د ده په وينا، د ننګرهار پوهنتون يوه ډله استادانو ته دنده سپارل شوې، چې غوره شعرونه او شاعران په ګوته کړي، څو دوی ورته جایزې ورکړي.

له غزني راغلي شاعر قنبرعلی تابش وويل، چې د نارنج ګل مېلې او مشاعرې اوس ملي بڼه خپله کړې او بايد د لا پراختيا لپاره يې هلې ځلې وشي او دا زمينه برابره شي، چې د نورو هېوادونو شاعران هم ورته راشي.

تر ويناوو ورړسته، مشاعره پيل شوه چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو شاعرانو سربېره په کې د کوزې پښتونخوا شاعرانو هم خپل شعرونه ولوستل، چې د ګډونوالو د چک چکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شول.

د يادولو وړ ده، چې دغه  مشاعره له شاوخوا پنځوس کلونو راهيسې ننګرهار کې نمانځل کېږي او په لر او بر کې ډېر مينه وال لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.