جلال اباد (پژواک، ١٠ ورى ٩٧): د کونړ چارواکي وايي چې د دې ولايت د ولايتي شورا غړى شاه ولي همت په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماسپښين ٢:١٠ بجې د وټه پور ولسوالۍ په شنيګام سيمه کې شوې ده.
ده زياته کړه، د ولايتي شورا غړى شاه ولي همت په خپل کلي (شنيګام) کې د يوې جنازې مراسمو کې د ګډون په خاطر په کروندو کې پلى روان و، چې يوه ځانمرګي پلي بريدګر بريد کړى او په ترڅ کې يې همت او ورسره يو بل ديني عالم عبدالرحمن وژل شوي او د روح الامين په نوم وراره يې ټپي دى.
د کونړ د ولايتي شورا يوه بل غړي حاجي محمد صافي هم د همت د وژل کېدو پخلى وکړ.
د دې وژنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن