کابل (پژواک ١١ ورى ٩٧): د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د بیات پاور برېښنا وېش خدمتونو کمپنۍ د ګازي برېښنا پروژې قرارداد لاسلیک شو.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه کاږي، په دغو مراسمو کې چې نن ماښام د جمهوري ریاست په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شول، د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس امان الله غالب او د بیات پاور شرکت رئیس احسان الله بیات، یاد قرارداد لاسلیک کړ.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، یاده پروژه د جوزجان ولایت په یتیمطاق ولسوالۍ کې د ۳۹ میلیون ډالرو په پانګونې جوړیږي او د ۴۰ میګا واټه برېښنا تولید ظرفیت ولري.
سرچينه زياتوي، یاده پروژه به سلګونو تنو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي او په منځني ډول به ۳۰ زره کورنۍ او ۱۰۰ منځنۍ او کوچنۍ تولیدي فابریکې ورڅخه برخمنې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن