ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د حزب اسلامي اړوند درې نا مسووله وسله وال وژل شوي

بغلان کې د حزب اسلامي اړوند درې نا مسووله وسله وال وژل شوي

author avatar
31 Mar 2018 - 12:32
بغلان کې د حزب اسلامي اړوند درې نا مسووله وسله وال وژل شوي
author avatar
31 Mar 2018 - 12:32

پلخمري (پژواک، ١١ ورى ٩٧): بغلان کې سیمه يیزو پولیسو حزب اسلامي ته منسوب درې هغه نامسووله وسله وال وژلي چې له خلکو يې د عشر په نامه پيسې ټولولې.

د بغلان امنیې قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع د وري په ۱۱مه خبريالانو ته وويل چې وژل شوي درې تنه حزب اسلامي ته منسوب نا مسوول وسله وال دي چې د پلخمري په بالادوري سیمه کې یې له خلکو د عشر په پلمه پیسې اخیستې.

قوماندان وویل چې له وژل شوو کسانو د حزب اسلامي په نوم عشر راټولولو لپاره جوړې شوې کتابچې او وسلې هم ترلاسه شوې دي.

ده زیاته کړه دغه درې کسان له سیمه يیزو پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، وژل شوي کسان د هغې نا مسوولې وسله والې ډلې ملګري دي چې د پلخمري په نا امنو سیمو کې د انسان تښتونې، غلا او د خلکو په ځورولو کې هم لاس لري.

د وژل شوو وسله والو يوه خپل د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې یاد درې کسان په بغلان کې حزب اسلامي ته مربوط د خالد بن ولید جبهې غړي دي چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د شوې طرحې له مخې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي وو.

هغه زياته کړه: ((دوی وسلې د ځان ساتنې لپاره ګرځولې او د وسلو ګرځولو قانوني اسناد یې هم لرل خو پولیسو پرې یا د وسله والو طالبانو شک کړی او یا هم د شخصي خصومت له مخې وژل شوي دي.))

بغلان کې حزب اسلامي ته منسوب د خالد بن ولید جبهې قوماندان میرويس پژواک ته وویل چې له حزب اسلامي سره شوې هوکړه نه یواځې چې عملي بڼه نه لري، بلکې په بغلان کې د حزب اسلامي کسانو پروړاندې دسیسې جوړیږي اوپه حکومت کې ځینې مغرض کسان غواړي چې دوى بدنام کړي.

میر ویس وویل چې وژل شوي کسان د ده د ګروپ غړي دي او تېره ورځ د سیمه يیزو پولیسو له خوا په کمین کې وژل شوي دي.

هغه وايي چې د خپلو کسانو د وژل کېدو پوښتنه به هرومرو کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.