لښکرګاه (پژواک، ١١ ورى ٩٧): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د پرلت خېمې د اعتصاب کوونکو له ډلې شپږ تنه يې د ناوړه روغتيايي حالت له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.
د وري مياشتې په درېيمه په لښکرګاه کې د غازي محمد ايوب خان لوبغالي ته څېرمه ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د همدې ورځې په سبا يو شمېر ځوانانو په دغه سيمه کې د سولې د راتګ په موخه خېمه ودروله چې په تعقيب يې بلې ورځې ته ښځو هم دغه کار وکړ.
خو د تېرې پنجشنبې په ورځ يو شمېر کسانو په دې خېمه کې لاس د نه خوړو پر اعتصاب پورې کړ.
د اعتصاب کوونکو له ډلې پاچا خان نن (د وري ١١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې د راتګ په برخه کې تر اوسه حکومت او طالبانو دوى ته مثبت ځواب نه دى ورکړى.
هغه وايي: ((زموږ يو شمېر کسانو پر اعتصاب لاس پورې کړى چې د هغوى هم ٤٠ ساعته پوره شول، بېګاه د شپږو کسانو وضعيت خراب شو چې شفاخانې ته يې وړي دي.))
دغه راز د دغو کسانو له ډلې اقبال خيبر پژواک ته وويل چې ٣٠ کسانو تر اوسه د نه خوړو اعتصاب کړى چې شپږ يې تر اوسه روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه وايي: ((موږ خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو، دغه حرکت به نور هم قوي کېږي.))
يو تن اعتصاب کوونکي سردارمحمد پژواک ته وويل: ((ماته يې اوس سيروم لګولى دى، زه دې په دې خېمه کې مړ شم خو سوله دې راشي.))
ده له خلکو غوښتنه وکړه چې د سولې د راتګ په دغه حرکت کې دې له دوى سره ونډه واخلي.
د بُست روغتون مسوولين وايي چې څلور اعتصاب کوونکي تېره شپه او دوه تنه نن ور وړل شوي دي.
د هغوى په وينا، له يادو کسانو د څلورو تنو روغتيايي وضعيت ښه نه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن