د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې دوه تنه چينايي وسله وال وژل شوي

په بدخشان کې دوه تنه چينايي وسله وال وژل شوي

Mar 31, 2018 - 17:30

کابل (پژواک، ١١ ورى ٩٧) : په شمال کې د شاهين قول اردو وايي چې په بدخشان ولايت کې د عملياتو پر مهال د دوو چينايانو په ګډون ٢٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو له خوا د وري په ١١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نصرت عملياتو په ترڅ کې د کوکچه ١٨ عمليات يې د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ د ميروواب راغک په سيمه کې تېره ورځ ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي او  ١٣ نور ټپيان دي.

د شاهين قول اردو ويلي، چې په وژل شوو کسانو کې د چينايي وسله والو مرستيال مصطفى او يو بل چينايي وګړى هم شامل دى.

خو په خبرپاڼه کې ددغو چينايي وسله والو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ٢١ نړيوالې ترهګرې ډلې فعاليت کوي چې په کې د ختيځ ترکستان چينايي وسله وال هم شامل دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking