کابل (پژواک، ١١ ورى ٩٧) : په شمال کې د شاهين قول اردو وايي چې په بدخشان ولايت کې د عملياتو پر مهال د دوو چينايانو په ګډون ٢٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو له خوا د وري په ١١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نصرت عملياتو په ترڅ کې د کوکچه ١٨ عمليات يې د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ د ميروواب راغک په سيمه کې تېره ورځ ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
د شاهين قول اردو ويلي، چې په وژل شوو کسانو کې د چينايي وسله والو مرستيال مصطفى او يو بل چينايي وګړى هم شامل دى.
خو په خبرپاڼه کې ددغو چينايي وسله والو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ٢١ نړيوالې ترهګرې ډلې فعاليت کوي چې په کې د ختيځ ترکستان چينايي وسله وال هم شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن