ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې کړۍ کم عمره ځوانان پوليسو ته جذبوي او تر وژل کېدو وروسته يې په نوم امتيازات اخلي

ځينې کړۍ کم عمره ځوانان پوليسو ته جذبوي او تر وژل کېدو وروسته يې په نوم امتيازات اخلي

author avatar
31 Mar 2018 - 08:54
ځينې کړۍ کم عمره ځوانان پوليسو ته جذبوي او تر وژل کېدو وروسته يې په نوم امتيازات اخلي
author avatar
31 Mar 2018 - 08:54

 کابل (پژواک،١١ وری ٩٧): د پژواک موندنې ښيي چې يو شمېر مافيايي کړۍ د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د امتيازاتو لپاره پر جعلي اسنادو تنکي ځوانان د پوليسو په ليکو کې ګوماري چې ډېرى يې بيا د تجربې نه لرلو له امله ژر وژل کېږي.

که څه هم افغان حکومتي چارواکو په وار وار ويلي چې د ماشومانو له حقونو په کلکه دفاع کوي، خو بيا هم له ١٨ کلنۍ مخکې يو شمېر نوي ځوانان د جګړو په ليکو کې ګومارل کېږي او مافيايي کړۍ يې بيا له وژل کېدو وروسته د هغو په نوم امتيازات ترلاسه کوي.

د افغانستان د مدنې قانون د ٣٩ مادې له مخې د بلوغ يا رشد عمر ١٨ کاله ټاکل شوى دى او له دې عمر مخکې کسان ماشومان ګڼل کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ٢٠١١ زېږديز کال کې له ملګرو ملتونو سره يوه عملياتي برنامه هم لاسليک کړه چې له مخې يې افغان حکومت اړ دى چې د ماشومانو له حقونو دفاع وکړي او د جګړو په ليکو کې د شاملېدو مخه يې ونيسي.

د دغو کسانو له ډلې چې په کم عمر کې د پوليسو په ليکو کې شامل شوی، يو هم د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکى بلوڅ، د عرفان الله زوى و.

له بلوڅ سره ډېره عجيبه او دردناکه لوبه شوې وه چې په ترڅ کې يې خپل ژوند د دندې په لومړۍ ورځ له لاسه ورکړی او کورنۍ يې اوسمهال له ګڼو نورو ستونزو سره مخ ده.

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، يو شمېر مافيايي کړۍ د بلوڅ له پاکو احساساتو ګټه پورته کوي، دى هڅوي څو د پوليسو په ليکو کې دنده واخلي.

بلوڅ د ١٣٩٦ لمريز کال د سلواغې په لومړۍ اوونۍ کې له خپلې کورنۍ پټ د پوليسو په ليکو کې د دندې اخيستو په موخه د کونړ پوليسو ته مراجعه کوي او د قانوني عمر له پوره کېدو مخکې د يوې ورځې په اوږدو کې د پوليسو په ليکه کې پر دنده ګومارل کېږي او په همدې ورځ په غزني کې د جګړې لومړۍ کرښې ته تر استولو وروسته، په لومړۍ شپه د طالبانو په بريد کې وژل کېږي.

د پوليسو په ليکو کې د ګومارل کېدو شرايط

د پوليسو د ذاتي قانون په پنځمه ماده کې د پوليسو د ګومارنۍ په اړه بشپړ وضاحت شوى چې دلته يې ځينو مهمو ټکو ته اشاره شوې ده.

په دې ماده کې راغلي، هغه شخص د جديد التقرر افسر يا ساتمن په توګه منل کېداى شي چې د ١٨ کلنۍ عمر يې پوره کړى وي. د همدې مادې په څلورمه او پنځمه فقره کې راغلي چې جديدالشمول کس بايد له روحي او جسمي پلوه پياوړی وي.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت د پوليسو ګومارنې په لايحه کې راغلي، هغه شخص د نوي ګومارل کېدونکي افسر يا ساتمن په توګه منل کېداى شي چې په هېواد کې دننه يا بهر له دوولسم ټولګي فارغ وي.

د کورنيو چارو وزارت د لايحې له مخې، د پوليسو په ليکو کې د ګومارنې لپاره داوطلب کس بايد د کانکور د ازموينې له لارې معرفي شي، داوطلب کس بايد د اوږدې مودې لپاره د پوليسو په ليکو کې د کار کولو لپاره ژمن وي او د هېواد ټول قوانين بايد مراعات کړي.

ضمانت کوونکي

د پوليسو په ليکو کې د ګومارنې د اصولو له مخې، کله چې يو کس د پوليسو په ليکو کې شاملېږي؛ نو دوه تنه يې بايد ضمانت وکړي چې برحاله د پوليسو په ليکو کې دنده لري.

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د بلوڅ ضمانت، بهادر د عبدالقيوم زوى او قريش الله د محمد صادق زوى په نومونو دوو کسانو کړى و.

په ضمانت پاڼه کې ليکل شوي چې د دويم بريدمن بهادر دنده د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د پوليسو په ليکو کې ده.

خو د ناوې ولسوالۍ حکومتي چارواکو پژواک ته وويل چې دويم بريدمن بهادر له دوى سره دنده نه لري، خو دوه کاله وړاندې د ساتمن بهادر په نوم يو بل کس په دې ولسوالۍ کې دنده ترسره کوله چې د وسله والو طالبانو په بريد کې ووژل شو.

د بلوڅ دويم ضمانت کوونکي ساتنمن قريش الله د دندې د ځاى په اړه په فورمه کې هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي. خو په دې فورمه کې د قريش الله له قوله ليکلي شوي: ((زه د محترم عرفان الله ولد بلوڅ له اهليت او شخصيت څخه ضمانت کوم.))

په داسې حال کې چې عرفان الله د بلوڅ زوى نه دى، بلوڅ د عرفان الله زوى دى؛ نو قريش د زوى پر ځاى د پلار له اهليت او شخصيت څخه ضمانت کړى دى.))

په تذکره کې جعل

کومو کسانو چې بلوڅ پر دنده ګومارلى، په تذکره کې يې لاسوهنه کړې ده او د هغه عمر يې دوه کاله ډېر ليکلى دى.

بلوڅ په ١٣٩٦ لمريز کال کې ١٨ کلن شوى، خو په تذکره کې له ورايه ښکاري چې ١٣٩٦ پر ١٣٩٤ بدل شوى او پر دې اساس بلوڅ بيا ٢٠ کلن دى.

خو پژواک د کونړ د وټه پور ولسوالۍ د نفوسو د احوالو د ثبت له مديريت څخه د بلوڅ د تذکرې اصلي کاپي ترلاسه کړې ده.

د تذکرې په وروستۍ برخه کې د اړوند مديريت مسوول ليکلي چې بلوڅ په ١٣٩٦ لمريز کال کې ١٨ کلن شوى او بيا يې دغه خبره مهر او لاسليک کړې ده.

د بلوڅ يوه ورځنۍ دنده

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، بلوڅ د ١٣٩٦ کال د سلواغې مياشتې په ٨مه په کونړ ولايت کې پر دنده ګومارل شوى او په همدې ورځ د غزني د اندړو ولسوالۍ د جمال کلا پوستې ته استول شوى و.

په همدې شپه وسله وال طالبان پر یاده پوسته بريد کوي چې د يو شمېر نورو سرتېرو تر څنګ بلوڅ هم په کې وژل کېږي.

د اسنادو پر بنسټ، د ١٣٩٦کال د سلواغې په اتمه کله چې بلوڅ د ١٢زره افغانيو په بدل کې پر دنده ګومارل کېږي، په همدې ورځ يې اعاشه حواله کېږي، د شپې چې وژل کېږي په سهار يې بېرته اعاشه بنديږي.

په هغه مکتوب کې چې د بلوڅ د وژل کېدو په اړه په کې ليکل شوي، د ځينو نورو سرتېرو نومونه هم شته دي چې له بلوڅ څخه يوه ورځ وړاندې يا يوه ورځ وروسته وژل شوي دي.

په دې کسانو کې د بدخشان اوسېدونکى مهرالدين د عبدالقادر زوى چې دنده يې د ميدان وردګو په سداباد کې وه خو وژل شوى په کابل کې دى، دغه راز د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي ادريس د ملک نازياني زوى، د سرپل اوسېدونکي محمد اسلم او محمد عمر د سيد احمد زامن او د لوګر اوسېدونکي ميرحمزه د لاهور زوى د غزني په زنخان کې وژل شوي دي.

د همدې مکتوب له مخې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي امان الله د مبين شاه زوى له بلوڅ سره يوځاى په يوه پوسته کې وژل شوى دى.

د بلوڅ پلار عرفان الله عدالت غواړي

عرفان الله له بلوڅ سره شوی کار داسې بيانوي: ((زوى مې له کوره ورک شو، بېرته مو د هغه مړى پيدا کړ.))

هغه وايي: ((زه په مسافرۍ کې وم، زوی مې څو ورځې ورک و، بالاخره ما ته احوال راغى، زه چې کله راغلم؛ نو زوى پسې مې ګرځېدل پيل کړل، يوه ورځ دوستانو راته زنګ وکړ چې ستا د زوى جسد د کابل د پوليسو په ٢٠٠ بستر روغتون کې پروت دى.))

دى وايي چې د زوى له مرګه يې دوه ورځې تېرې شوې وې، خو دوى پرې خبر نه وو چې مړ دى او نه هم حکومت احوال ورکړى و.

عرفان زياتوي چې د زوى د جنازې له مراسمو وروسته يې هلې ځلې پيل کړې څو ځان پوه کړي چې څرنګه يې زوى د پوليسو ليکو ته داخل شوى او څرنګه وژل شوى دى.

هغه زياتوي: ((زه نه پوهېږم چې بلوڅ اول چا تشويق کړ، خو زما زوى په کونړ کې اوسېده او د ننګرهار ښار يې هم نه و ليدلى، خو بيا يې سر غزني ته ووت او هلته پوليس شوى و، زه دې خبرې بېخي حيران کړى يم.))

عرفان الله وايي، له خپل ورور سره غزني ته ولاړ، څو د بلوڅ د قضيې په اړه پلټنې وکړي.

هغه زياتوي: ((د غزني له ټولو امنيتي چارواکو سره مو خبرې وکړې، چا راته سم ځواب نه راکاوه، ځينو راته يو شى او ځينو راته بل شی ويل، خو د امنيې قوماندانۍ مخې ته يو کس چې شخصي جامې يې پر تن وې، راته کړل چې الله ج دې د هغه شهادت قبول کړي.))

عرفان الله وايي: ((څنګه مې چې د دغه سړي خبرې واورېدې، نو پوه شوم چې فساد ټول په همدې کې دى، له ګرېوانه مې کلک ونيوه چې زوى مې تا وژلى، نه دې پرېږدم.))

ده وويل، هغه سړي ځان له ده څخه خلاص کړ او په تلو تلو کې يې ورته وويل چې هو زوى دې ما وژلى لاس دې خلاص دى.

نوموړى وايي چې د يادې موضوع په اړه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته عريضې کړې، خو تر اوسه يې په اړه اقدام نه دى شوى.

عرفان الله زياته کړه: ((د کورنيو چارو په وزارت کې مافيايي کړۍ ځاى پر ځاى شوې، نوي ځوانان پرته له کومې نظامي زده کړې د پوليسو په ليکو کې شاملوي، بيا د جګړې لومړۍ کرښې ته يې لېږي او هلته وژل کېږي، خو معاش او نور امتيازات بيا همدغه کسان ترلاسه کوي.))

د بلوڅ پلار وايي: ((بلوڅ خو په اووم صنف کې و  ١٦ کلن و ، نو زه حيران يم چې دا ماشوم يې څنګه په پوليسو کې شامل کړى و.))

نوموړي له ولسمشر او نورو حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه چې د کورنيو چارو په وزارت کې د دې مافيايي کړيو مخه ونيسي که نه د ډېرو ځوانانو نوم او نښان به ورک شي.

دا يواځې بلوڅ نه دى چې له دې ډول قضيې سره مخ شوى، ډېر نور ځوانان هم دي چې له ورته برخليک سره مخ شوي دي.

له ورته پېښې سره د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د جګدلګ سيمې ١٥ ځوانان مخ شوي دي.

احمد فهيم: په وږي نس یې جګړه راباندې کوله

د دغو ځوانانو له ډلې يو کس ١٧کلن احمد فهيم (مستعار نوم) دى چې له دوى سره د شوې پېښې په اړه يې پژواک ته معلومات ورکړي دي.

احمد فهيم وايي چې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د خان محمد (مستعار نوم) په نوم يو کس چې د دوى کليوال دى او په کندهار کې دنده لري، ورته وويل چې د کندهار د عينو مينې ښارګوټي د ساتنې لپاره ١٥ کسانو ته اړتيا ده.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ په کلي کې له وزګارتيا په تنګ شوي وو، دا راته ښه معلومه شوه چې ښه کار راته پيدا شو، زما په څېر هلکان ژر ژر ولاړو او په سروبي ولسوالۍ کې مو ځان ته د ١٨ کلنۍ تذکرې جوړې کړې او په سهار يې کابل ته راغلو.))

دى وايي چې په سهار کندهار ته ولاړل او هلته د رحيم الله (مستعار نوم) په نوم د پوليسو د يو قوماندان له ورور سره مخ شول.

هغه زياته کړه: ((رحيم الله موږ ته وويل چې په دوو ورځو کې زه ستاسو کار خلاصوم، بيا د عينو مينې د ساتونکو په توګه تاسو خپله دنده پيل کړئ.))

د هغه په وينا، رحيم الله دوى له دغه ځايه د شاهراه کنډک ته بوتلل او هلته يې څو ورځې په کانټينر ډوله کوټه کې ساتلي وو.

احمدفهيم وايي: ((دلته موږ ته شک پيدا شو، خپل کليوال خان محمد ته مو زنګ وکړ چې دا موږ دې چا ته حواله کړي يو، هغه راغى، له رحيم الله نه يې پوښتنه وکړه، رحيم الله ورته وويل چې هېڅ خبره نشته، زه يې کار خلاصوم.))

د هغه په وينا، لس ورځې يې په دغه ځاى کې له رحيم الله سره تېرې کړې، خو ان د ټيلېفون د کارت اخيستلو لپاره هم بهر ته د تګ اجازه نه ورکول کېده.

ده وويل: ((په ١١مه ورځ یې موږ ته وويل چې ارغنداب پورې ځو، يوه پوسته ده هغه ګورو بېرته راځو، د ورځې يوه بجه مو حرکت وکړ، ناوخته هلته ورسېدو، طالبانو د اردو پر قرارګاه بريد کړى، موږ ١٥ کسانو ته يې شپږ ميله ولډنګ شوې وسلې، سره له يو يو شاجوره راکړې او ويل يې جنګ وکړئ، موږ چې هر څه وويل چې موږ خو کله جنګ نه دى کړى، زموږ خبره يې نه منله، د مرګ ګواښ يې راته وکړ او ويل یې چې ژر جنګ شروع کړئ، کنه موږ مو وژنو.))

د هغه په وينا، د مجبورۍ له مخې يې جګړه وکړه خو له لږ ځنډ وروسته له دغه ځايه بيا د اروزګان چنارتو ولسوالۍ ته روان شول او هلته يې د يوې پوستې د ساتنې مسووليت ورکړ.

ده زياته کړه: ((کله چې پوستې ته ننوتلو، ګورو چې پوستې نوى سقوط کړى، هرې خوا ته کوپړۍ، ژامې، غوښې او هډوکي پراته دي، سخت وډار شوو، خو چاره مو نه درلوده.))

د هغه په وينا، له دغه حالت څخه د خلاصون په موخه پنځه کسان د اوبو په پلمه ښکته شول او وتښتېدل چې بيا هغوى يې کندهار کې ونيول او ډېر سخت يې وهلي وو چې بيا د چا لاس او د چا پښه ماته وه، خو بيا يې بېرته اروزګان ته ولېږدول.

دى وايي چې د جګړې قومانده د نورالله (مستعار نوم) په نوم له يوه کس سره وه او ويل یې: ((تاسو ټول پرې مړه کوم، ژوندي مو نه پرېږدم.))

احمد فهيم زياتوي: ((موږ په دې هڅو کې شوو چې له کور سره اړيکه ونيسو، له موږ سره څو د سلام سيمکارتونه وو، په ډېر مشکل موږ له پلار او کورنۍ سره تماس ونيو چې موږ خلاص کړي.))

هغه وايي، په دويمه شپه طالبانو بيا پر دوى بريد وکړ چې په ترڅ کې دى او د ده ځيني نور ملګري ټپيان شول او بيا یې دى د کندهار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه راوست.

احمد فهيم وايي: ((زما په څټ کې دغه نښه ګورې، دا زه د چنارتو په پوسته کې په مرمۍ لګېدلى يم.))

ده وويل: ((زه نور نه پوهېږم چې زموږ مشرانو له چا سره اړيکې نیولې وې، خو ما پسې د کندهار شفاخانې ته راغلل او زه يې په پټه له هغه ځايه را و ايستم او کابل ته يې انتقال کړم.))

دى وايي چې د دوى له ډلې شپږ کسان بيا هم نورالله ساتلي وو او ويل يې چې دا بايد ورسره جګړې ته ولاړ شي، څو مړه شي.

د سروبي ولسوالۍ قومي مشر

د اړوندې موضوع په اړه د سروبي ولسوالۍ يوه قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې د جګدلک سيمې ١٥ نوي ځوانان په دوکې سره د جګړې لومړۍ کرښې ته بيول شوي وو.

هغه وايي: ((دغو هلکانو له ما سره اړيکې ونيوې چې په دې ډول يو جنجال کې ګير يو، ډېر يې وژړل او د وهلو کېسې یې هم کولې نو ما ژر نور مشران پرې خبر کړل.))

د دغه قومي مشر په خبره چې د اړوندې موضوع په اړه يې د افغان ملت ګوند له مشر انوارلحق احدي، د کندوز له پخواني والي انور جګدلک، په ولسي جرګه کې د لوګر له استازي محمد اکبر ستانکزي، امنيت شورا او د کندهار له قومي مشرانو او نورو چارواکو سره اړيکې نيولې دي.

دى وايي: ((موږ خپله يوه ډله کندهار ته ولېږله، هغوى هلته د کندهار له امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق او نورو سره اړيکې ونيولې او دغه هلکان چې د شاهراه له قوماندان نورالله سره و راخلاص مو کړل.))

هغه زياته کړه چې دغه نوي ځوانان دوى په داسې حال کې ترلاسه کړل چې ډېرى سخت وهل شوي او ځيني يې په جګړو کې ټپيان شوي هم وو.

هغه وايي: ((دا د مافيايي کړيو له خوا يوه لويه دسيسه ده چې د ځوانانو لپاره يې جوړوي، څو په جګړه کې د وژل شوو سرتېرو معاش، اکراميه او ټوپک دوى ترلاسه کړي او خپل جېبونه پرې ډک کړي.))

دغه قومي مشر له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د دغو مافيايي کړيو مخه ونيسي کنه هېواد به له يو لوى بحران سره مخ شي.

د وارث نه لرونکو هدیره

د کندهار د سپين بولدک په سرحدي سيمه بالاحصار ته څېرمه د بې وارثانو په نوم يوه هديره ده چې ډېرى خښ شوي کسان په کې امنيتي سرتېري دي.

د دې هديرې په اړه په سپين بولدک کې يوې امنيتي سرچينې د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې دغه هديره د بې وارثانو د هديرې په نوم يادېږي.

هغه وايي: ((څو کاله وړاندې چې زه دلته راغلم او وظيفه مې واخيسته، څو زاړه قبرونه وو، خو اوس تر زرو ډېر کسان په کې خښ دي.))

د ده په وينا، په دې هديره کې ډېرى هغه کسان خښ دي چې د پوليسو په ليکو کې وو او د طالبانو له لوري وژل شوي دي خو وارثان یې نه دي پیدا شوي.

نوموړى وايي: ((ځيني ځوانان غواړي چې د پاکستان له لارې ايران او يا هم نورو هېوادونو ته ولاړ شي، خو کله چې دوى پاکستان ته ولاړ شي او هلته يې پاکستاني پوليس ونيسي نو دوى بېرته رد مرز کړي، بيا د سپين بولدک له لارې افغانستان ته راځي او په هماغه سرحد کې يو شمېر پوليس دي چې دغو ځوانانو ته فورمه ډکوي او د پوليسو په ليکو کې یې داخلوي.))

د هغه په وينا، دغه ځوانان خو پر جګړه نه پوهېږي، نو د يوې مياشتې په اوږدو کې حتماً وژل کېږي نو بيا يې کورنۍ نه وي معلومې نو په همدې هديره کې خاورو ته سپارل کېږي.

خو بل لور ته د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي، قومي مخور او امنیتي چارواکي وايي چې دغه هدیره د “شهیدانو د هدیرې” په نوم یادېږي او په ټولیزه توګه په کې هغه کسان خاورو ته سپارل کېږي چې په چاودنو او جګړو کې یې ژوند له لاسه ورکړی وي.

د سپین بولدک یوه سپین ږیري حاجي عبدالشکور پژواک ته وویل، د شهیدانو په نوم دغه هدیره د ولسوالۍ بازار ته څېرمه پرته ده او شاوخوا ۸۰۰- ۹۰۰ کسان په کې خښ دي.

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ اوسېدونکي په دې هدیره کې خپل هغه کسان خاورو ته سپاري چې په جګړو او یا چاودنو کې یې ژوند له لاسه ورکړی وي.

د سپین بولدک اوسېدونکی او د کندهار ولایتي شورا غړی حاجي نیازمحمد کاکوزي هم پژواک ته وویل چې دغه هدیره د بې وارثو نه، بلکې د شهیدانو د هدیرې په نوم یادېږي او د دې ولسوالۍ عمومي هدیره ده.

په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو د کمېسارۍ یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي پژواک ته وویل، دا په بشپړه توګه ناسمې اوازې دي چې ګواکې د پاکستان له خوا د سپارل کېدونکو افغانانو له مجبوریت دې ناسمه استفاده وشي او د پولیسو په لیکو کې وګومارل شي.

هغه د پولیسو په لیکو کې د جلب او جذب پروسه رضاکارانه وبلله او دا یې یوه اوږده پروسه وګڼله چې څو پړاوونه لري.

د جلب او جذب قوماندان: د پوليسو په ليکو کې شاملېدل ځان ته شرايط لري

د پورتنيو اسنادو او څرګندونو په غبرګون کې د کورنيو چارو وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندان پاسوال محمد شريف امين پژواک ته وويل چې له بايومټريک او استخباراتي څېړنو وروسته يو کس د پوليسو په ليکو کې شاملېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پوليسو په ليکو نوى جذبېدونکى کس بايد لږ تر لږه له اتو تر ١٢ اوونيو پورې پوځي زده کړې وکړي.

هغه زياته کړه: ((د پوليسو په ليکو کې تر ١٨ کلن کم عمره کسان موږ نه لرو.))

امين د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اکراميې، تنخوا او ځينو نورو امتيازاتو ترلاسه کولو په موخه يو شمېر کم عمره ځوانان د جګړې لومړۍ کرښې ته استول کېږي، وويل: ((موږ خپل د شهيدانو چارو رياست له لوري اکراميه هغو کسانو ته ورکوو چې قطعه، غونډ، لوا او يا بله اړوند اداره يې د شهادت تصديق وکړي او د شهادت په اړه يې بايد ټول اسناد موجود وي.))

قوماندان امين مشخص د بلوڅ د قضيې په اړه وويل چې نوموړى حتماً اول زده کړې کړي، نو ځکه پوليسو ليکو ته داخل شوى دى.

ده د بلوڅ د تضمين کوونکو په اړه وويل: ((اړوندې ادارې د تضمين کوونکو د برحالۍ تصديق کړى نو ځکه موږ منلى دى.))

خو کومې ادارې چې د بلوڅ د ضمانت کوونکو د برحالۍ تصديق کړى، په اسنادو کې يې نوم نه لوستل کېږي.

د جلب او جذب عمومي قوماندان د بلوڅ د وژل کېدو په اړه وويل: ((داسې سرتېري هم لرو چې د يو ساعت لپاره دنده ترسره کوي او بيا په شهادت رسېږي نو دا کومه نوې خبره نه ده.))

نوموړي د بلوڅ په تذکره کې د لاسوهنې په اړه وويل چې د داوطلب کس د عمر تعیين د ثبت احوال نفوس ادارې له لارې کېږي.

پاسوال امين په دې اړه چې يو شمېر مافيايي کړۍ د بېلابېلو سيمو ځوانان د پوليسو په ليکو کې داخلوي وويل: “هېڅوک له کوڅې نه شي راوستی چې راشه او سرتېری شه؛ هغه تنخوا، اعاشه، اباته، وسلو او يونيفورم ته اړتيا لري او هېڅوک دا له خپله ځانه نه شي ورکولای.”

خو قوماندان وويل چې د بلوڅ او جکدلګ د قضيو په اړه به اړوندې ادارې څېړنې وکړي او دوى به يې هم له نتايجو خبر شي.

بل لور ته د انسان قاچاق او مهاجرو له قاچاق سره د مبارزې قانون له مخې، ياد موارد د قاچاق ښکاره بېلګې دي.

سليمي: د جګړو په ليکو کې د ماشومانو ګومارل جرم او انساني قاچاق دى

د انسان قاچاق او مهاجرو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسيون د سکرتريت مسوول محمد حسن سليمي پژواک ته وويل چې تېرکال ولسمشر د يادې موضوع د څېړنې په موخه يو باصلاحيته پلاوى ټاکلى و .

هغه وايي چې د دې پلاوي د څېړنو له مخې د ملي امنيت، پوليسو او په ځانګړي ډول په سيمه ييزو پوليسو کې تنګي ځوانان ليدل کيږي.

سليمي وايي چې وسله وال مخالفين مدني قوانينو او د ماشوم حقونو ته هيڅ احترام نه لري نو ځکه يې په ليکو کې په ښکاره ډول ماشومان ليدل کيږي.

ده وويل چې امنيتي چارواکو له دوى سره ژمنې کړي دي چې تر دې وروسته به ماشومان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې نه شاملوي.

د انسان قاچاق او مهاجرو له قاچاق سره د مبارزې قانون د درېيمې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي چې د ناوړه ګټې اخيستنې په منظور د شخص استخدامول او يا هم د زيان مننې يا مجبوريت له حالت څخه ناوړه ګټه اخيستل د انسان قاچاق ګڼل کېږي.

د همدې مادې په بله برخه کې راغلي چې د ناوړه ګټې اخيستنې په موخه د ماشوم تر واک لاندې راوستو ته هم انساني قاچاق ويل کېږي.

د ياد قانون په لسمه ماده کې راغلي، که چېرې د انساني د قاچاق په پېښه کې مجني عليه ښځه يا ماشوم وي، د جرم مرتکب پر اته کاله بند محکومېږي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.