ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې چاودنې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي

کندهار ښار کې چاودنې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي

author avatar
31 Mar 2018 - 10:59
کندهار ښار کې چاودنې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي
author avatar
31 Mar 2018 - 10:59

کندهار (پژواک، ۱۱ وری ۹۷): په کندهار ښار کې د سړک غاړې چاودنې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ښوراندام په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي اردو سرتېري په دې سیمه کې په تلاشۍ بوخت وو چې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحيی علوي پژواک ته پېښه تایید کړه خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات ور نه کړل.

خو یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې ۲ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

سرچینه وايي، ټپيان په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو نظامي روغتون ته وړل شوي دي.

د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.