کندوز ښار (پژواک، ١١ ورى ٩٧): د کندوز سلګونو ښوونکو ته د شپږو مياشتو تنخوا نه ده ورکړل شوې چې په غبرګون کې یې اعتراض کړی دی.
دغه ښوونکي وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې طالبانو درې سوه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.
د کندوز ولايت له بېلابېلو سيمو نن (د وري ١١مه) شاوخوا شپږ سوه ښوونکي د اعتراض په ډول را ټول شوي وو.
د یادو ښوونکو له ډلې د دشت ارچي ولسوالۍ د شاه روان ښوونځي استاد سيد غلام پژواک ته وويل چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې مياشتنۍ تنخوا نه ده ترلاسه کړې.
هغه وايي: ((زموږ معاش دې د پخوا په شان موږ ته راکړل شي، موږ نه غواړو چې د بانک له لارې معاش واخلو؛ ځکه طالبان له دغه کار سره حساسيت لري او له همدې امله يې د ټولې ولسوالۍ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.))
دغه راز د قلعه زال ښوونځي مدير احمدګل هم وويل چې حکومت بايد د ښوونکو تنخوا د بانک له لارې ورنه کړي.
هغه وايي: ((شپږ مياشتې کيږي، معاش نه دى راکړل شوى، استادان مکتب ته نه راځي نو د مکتب دروازه د شاګردانو پر مخ تړل شوې ده.))
همدارنګه د چهاردرې ولسوالۍ يو ښوونکی سيد اسدالله وايي چې حکومت بايد د ښوونکو د تنخوا په برخه کې له طالبانو سره ستونزه هواره کړي.
هغه زياته کړه: ((موږ د دوه حکومتونو تر منځ يو، زموږ سيمه د طالبانو په واک کې ده، حکومت د بانک له لارې تنخوا ورکوي، خو طالبانو بيا ښوونکي نه پرېږدي چې د بانک له لارې معاش واخلي.))
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز د پوهنې رياست سرپرست رستم احمدي پژواک ته وويل چې طالبانو د بانک له لارې د استادانو د مياشتنۍ تنخوا له ورکړې سره مخالفت کړى او له همدې امله يې په خپلو سيمو کې ښوونځي تړلي دي.
احمدي وايي: ((دغه مخالفت طالبان د خپلو ګټو لپاره کوي، هغه سيمې چې له دولت سره دي، هلته مشکل نشته دى خو طالبانو په خپلو سيمو کې ښوونځي تړلي دي او وايي چې د استادانو معاش بايد د پخوا په شان ورکړل شي.))
خو احمدي وايي چې دغه ستونزه به د قومي مشرانو له لارې ډېر ژر حل شي او ښوونکي به خپلې تنخواوې ترلاسه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن