ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې ۴ داعش وسله وال پوليسو ته تسليم شول

په جوزجان کې ۴ داعش وسله وال پوليسو ته تسليم شول

author avatar
1 Apr 2018 - 20:18
په جوزجان کې ۴ داعش وسله وال پوليسو ته تسليم شول
author avatar
1 Apr 2018 - 20:18

 

شبرغان (پژواک،۱۲وری۹۷): په جوزجان کې د داعش ډلې د زندان مسوول له خپلو درې تنو ملګرو سره يو ځای نن  د دغه ولايت پوليسو ته تسليم شو.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د داعش ډلې د زندان مسوول نعمت الله نومېږي او په ابو دردا مشهور دی.

ده زياته کړه، دغه کسان په تېرو دوو ورځو کې په بېلا بېله توګه له پوليسو سره اړيکه نيولې او له خپلو وسلو سره يوځای د سولې له بهير سره يوځای شوي دي.

د هغه په وينا، له داعش سره د  ياد شويو کسانو د اړيکې د پرې کولو او د سولې له بهير سره د يوځای کېدو يو دليل د عامو خلکو پر وړاندې د دغې ډلې منفي کړنې دي او د سولې له بهير سره د دوی يوځای کېدل به په درزاب ولسوالۍ کې مېشتو امنيتي ځواکونو پر مورال اغېزه ولري.

خاشي وايي، له څه مودې را په دې خوا د داعش ډلې ځينې غړي سوکه سوکه له دغې ډلې څخه بېلېږي او ځانونه امنيتي ځواکونو ته تسليموي چې د دوی د ليکو په کمزورتيا کې خپله اغېزه لري او په دوو وروستيو مياشتو کې لږ تر لږه ۲۰داعش وسله وال له پوليسو سره يوځای شوي دي.

په جوزجان کې د داعش ډلې د زندان مسوول نعمت الله وويل: "زه محصل وم او د ځينو عواملو له امله د زده کړو له بهير څخه پاتې شوم او له داعشيانو سره يوځای شوم او له دوی سره د خپل کار په اوږدو کې مې د خلکو له وژنو بل څه نه دي ليدلي."

نوموړي زياته کړه چې داعشيان د خلکو پر ځورونې سربېره خلک اړ باسي چې خپلې ديني فريضې د دوی له غوښې او فرمايش سره سم ترسره کړي او د دغې ډلې کسان له خلکو سره ناوړه کړنې ترسره کوي او له همدې امله له دوی څخه بېل شوی دی.

نعمت الله وويل: "غواړم چې اوس بيا خپل تحصيل ته دوام ورکړم او سوله ييز ژوند ولرم."

د سولې له بهير سره د محمد په نامه د داعش ډلې بل يو ځای شوی کس هم وويل: "له يو کال څخه را په دې خوا مې له داعشيانو سره په درزاب او قوش تپې ولسوالۍ کې کار کاوه او په دومره وخت کې مې وليدل چې داعش يواځې خلک وژني، له خلکو څخه په زور ډوډۍ او پيسې غواړي او پر هغوی ظلم کوي."

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د نوموړي او د ده د کورنۍ امنيت دې ونيسي، ترڅو له جګړې پرته په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش ډلې يو کس له خپل يوې کلاشينکوف او يوه موټر سايکل سره له پوليسو سره يوځای شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.