ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په پنځو ولایتونو کي هېڅ ښځینه خبریاله نشته

د هېواد په پنځو ولایتونو کي هېڅ ښځینه خبریاله نشته

author avatar
1 Apr 2018 - 16:42
د هېواد په پنځو ولایتونو کي هېڅ ښځینه خبریاله نشته
author avatar
1 Apr 2018 - 16:42

کندهار ښار- جلال اباد (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): د ازادو رسنیو د ملاټړ اداره (نی) وايي چې د هېواد په پنځو ولايتونو کې هېڅ ښځينه خبرياله نشته چې له امله يې ښځينه طبقه د خپلو ستونزو په شريکولو کې له ستونزو سره مخ دي.

دغه څرګندونې په سوېل لوېدیځ زون کي د ازادو رسنیو د ملاټړ ادارې (نی) مسوول عبدالسمیع غیرتمل د وري په ١٢مه په کندهار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه چې د يادو پنځو ولایتونو له ډلې د سوېل لوېدیځي حوزې اروزګان او زابل ولایتونه هم شامل دي چي په کې ښځینه خبریالانې نشته.

دی وايي، دا چي نی د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه د تېرو دوو (۱۳۹۵ــ۱۳۹۶) کلونو پرتلېزه نظرپوښتنه کړې؛ نو ورته معلومه شوې چي د هېواد په اوو ولایتونو کي د ښځينه خبریالانو په کار کې کمښت راغلی، د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کي ښځینه کارمندانې ډېرې وي ، خو په ۱۱ نورو ولایتونو کي يې بیا هېڅ توپير نه دی کړى.

سرچينې ويلي، په داسې حال کې چې د هېواد نیم نفوس مو ښځینه تشکیلوي خو د ستونزو د سپړلو لپاره یې په ډېرو لږو ولایتونو کي خبریالانې کار کوي.

د هغه په وينا، د امنیت خرابوالی، د رسنیو کمزوری اقتصاد او په ادارو کې د کاري چاپېریال نه موجودیت هغه لاملونه دي چي د ښځینه خبریالانو کچه يې کښته کړې ده.

بلخوا په هېواد کي د ازادو رسنیو د ملاټر اداره (نی) وايي، د ملي یووالي حکومت د وروستیو دريو کلونو په ترڅ کي ۵۰ خبریالان د لوړ امتیاز ورکولو په موخه د ویاندویانو، کارمندانو، او مشاورینو په حیث پر دندو ګومارلي چې د هېواد د نافذه قوانینو خلاف عمل يې ګڼي.

د نی موندنې ښیي چي په هرات کي ۲۱، په مرکز کابل کي ۱۹، کندهار او بلخ ولایتونو کې مسلکي خبریالانو خپلې دندې پرېیښې او په ملکي او نظامي برخو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

بلخوا په ننګرهار کې له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنې يا نی ادارې استازى وايي چې د تېر په پرتله د دغه ولايت په رسنيو کې د ښځينه ژورنالېستانو ونډه ډېره شوې؛ خو تېر کال دغه ولايت کې خبريالانو لپاره خونړی کال و.

په ننګرهار کې د نی ادارې مشر محمد نعمان دوست د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې ۴ خبريالان وژل شوي، درې ټپيان دي او دوه پېښې يې د لنډمهال بندي کېدو ثبت شوې دي.

هغه که څه هم دغه کال په ننګرهار کې د خبريالانو پر وړاندې يو خونړی او له تاوتریخوالي ډک کال يادوي، خو وايي، د تېر په پر تله په کې په رسنيو کې د ښځينه ژورنالېستانو ونډه ډېره شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د خبريالانو پر وړاندې يوه لويه ستونزه د وسله والو له لوري ګواښونه هم وو چې د انعکاس په نوم د يو خصوصي ټلوېزيون مسوول ته ګواښ تر ټولو ستر او خطرناک و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.