درېيم تعقيبي- کندوز (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي، د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په هوايي بريد کې لږ تر لږه شه وسله وال وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد د افغان هوايي ځواکونو له خوا د ترهګرو په يوې قرارګاه شوى چې ترهګريز فعاليتونه يې په کې ترسره کول.
ده زياته کړه، په دې بريد کې شل وسله وال وژل شوي او شل نور ژوبل دي.
د هغه په وينا، دا چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه، په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.
نن د وري په ١٣مه غرمه مهال افغان امنيتي ځواکونو د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ د فټانو بازار ته نږدې په ګوجر مدرسې هوايي بريد کړى دى.
په دشت ارچي ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په دې مدرسه کې دستاربندي روانه وه چې هوايي بريد شوى او له امله يې له ٦٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))
خو د محمد الله په نوم يو کس د کندوز په ولايتي روغتون کې پژواک ته وويل: ((له پنځه سوو ډېر کسان په دې مدرسه کې را ټول شوي وو چې هوايي بريد پرې وشو.))
هغه وايي چې په دې بريد کې ٦٠ کسان وژل شوي او له سلو ډېر ټپيان شوي دي.
د محمد الله په وينا، په ټپيانو کې يې درې زامن هم شامل دي.
خو بل لور ته د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي بيا دغه څرګندونې ردوي.
هغه وايي چې افغان ځواکونو نن غرمه مهال په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوې جلسې بريد کړى دى.
د حميدي په وينا، په دغه بريد کې اووه تاجکستاني او د دوه پاکستانيانو په ګډون ١٥ طالبان وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن