ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو چارو وزارت له پاکستان سره په خبرو کې د لږ پرمختګ خبر ورکړ

د بهرنيو چارو وزارت له پاکستان سره په خبرو کې د لږ پرمختګ خبر ورکړ

author avatar
2 Apr 2018 - 19:43
د بهرنيو چارو وزارت له پاکستان سره په خبرو کې د لږ پرمختګ خبر ورکړ
author avatar
2 Apr 2018 - 19:43

کابل(پژواک،۱۳وری۹۷): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د سولې او پيوستون لپاره د افغان او پاکستاني لوړ پوړو پلاويو درېيمه ليدنه په لږ پرمختګ سره پای ته رسېدلې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، ويلي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې تهمينې جنجوعه په مشرۍ ددغه هېواد د پوځي او غير پوځي چارواکو څخه جوړ پلاوی پرون کابل ته راغلی دی.

ويل شوي چې دغه پلاوي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ له افغان پلاوي سره کتلي او د سولې او پيوستون لپاره يې د افغان- پاکستان د عمل پروګرام په اړه بحث او د نظر تبادله کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو د عمل پروګرام په اړه د خپلې لومړۍ او دويمې ناستې په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي:" په داسې حال کې چې په ياد شوو خبرو کې يو څه پرمختګ شوی خو لا اساسي مسايل پاتې دي چې په اړه به يې په راتلونکې کې خبرې وشي."

د دغو خبرو لومړی او دويم پړاونه تېر کال په کابل او اسلام اباد کې ترسره شول. افغان چارواکو ددويمې ناستې له ترسره کېدو وروسته ويلي و چې ياده شوې ناسته له ترهګرۍ سره د مبارزې، تاوتريخوالو کمېدو او سولې ټينګښت چې د افغانستان غوښتنه ده، په برخه کې له کومې ځانګړې پايلې پرته پای ته رسېدلې ده.

 له پاکستان سره د وروستيو خبرو په اړه د افغان چارواکو خوښي په داسې حال کې ده چې د امريکا د نوې ستراتيژۍ وروسته چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ځپلو او ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه د لاس اخيستو له امله پر پاکستان د فشار پر راوړلو ټينګار شوی، دغه هېواد د امريکا تر سخت فشار لاندې دی.

 له دې سره هممهاله، افغان حکومت خپلې غوښتنې په لا ډېر جديت سره مطرح کړي   او ويلي يې دي چې پاکستان بايد په ښکاره ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې او له ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ ختمولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.