د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دفاع وزارت: د کندوز د دشت ارچي په بريد کې شل وسله وال وژل شوي

د دفاع وزارت: د کندوز د دشت ارچي په بريد کې شل وسله وال وژل شوي

Apr 02, 2018 - 15:47

درېيم تعقيبي- کندوز (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي، د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په هوايي بريد کې لږ تر لږه شه وسله وال وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد د افغان هوايي ځواکونو له خوا د ترهګرو په يوې قرارګاه شوى چې ترهګريز فعاليتونه يې په کې ترسره کول.

ده زياته کړه، په دې بريد کې شل وسله وال وژل شوي او شل نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، دا چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه، په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

نن د وري په ١٣مه غرمه مهال افغان امنيتي ځواکونو د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ د فټانو بازار ته نږدې په ګوجر مدرسې هوايي بريد کړى دى.

په دشت ارچي ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په دې مدرسه کې دستاربندي روانه وه چې هوايي بريد شوى او له امله يې له ٦٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))

خو د محمد الله په نوم يو کس د کندوز په ولايتي روغتون کې پژواک ته وويل: ((له پنځه سوو ډېر کسان په دې مدرسه کې را ټول شوي وو چې هوايي بريد پرې وشو.))

هغه وايي چې په دې بريد کې ٦٠ کسان وژل شوي او له سلو ډېر ټپيان شوي دي.

د محمد الله په وينا، په ټپيانو کې يې درې زامن هم شامل دي.

خو بل لور ته د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي بيا دغه څرګندونې ردوي.

هغه وايي چې افغان ځواکونو نن غرمه مهال په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوې جلسې بريد کړى دى.

د حميدي په وينا، په دغه بريد کې اووه تاجکستاني او د دوه پاکستانيانو په ګډون ١٥ طالبان وژل شوي دي.

نوموړى وايي چې له دې بريد څخه تر اوسه ٣١ تنه ټپيان د کندوز حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

خو د کندوز د ملي امنيت رييس سيد امير شاه سادات پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه تر اوسه ٥١ ټپيان او پنځه جسدونه روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه وايي چې دغه شمېره هره ګړۍ د تغيير په حال کې ده.

بل لور ته طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې بريد کې له ١٥٠ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي چې دغه بريد د هاشميه پر مدرسې په داسې حال کې شوى چې د دستاربندۍ مراسم په کې روان و.

د نوموړي په وينا، په دې مدرسه کې د طالبانو مشرانو حضور نه درلود او د پېښې ډېرى قربانيان ماشومان دي.

د يادونې ده چې دشت ارچي د کندوز ولايت له نا امنو سیمو بلل کېږي چې ډېرى وخت په کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې رامنځته کيږي.

مخکيني ولسمشر حامد کرزي دا بريد په کلکو ټکو غندلى دى.

د ده له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: "پخوانی جمهور رئیس دغه راز بریدونه چې له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې زمونږ د خلکو پر کورونو، مدرسو او شفاخانو تر سره کېږي او له عام ولس څخه قرباني اخلي، بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل بولي او په شدیدو الفاظو یې تقبيح كوي."

نوموړي په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د عامو خلکو مصوونیت ته جدي پاملرنه ولري او اسلامي ارزښتونو او مقدسه اماکنو ته په کلکه درناوي وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement