ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خلکو د برېښنا ستونزې د دايمي حل غوښتنه وکړه

د ننګرهار خلکو د برېښنا ستونزې د دايمي حل غوښتنه وکړه

author avatar
2 Apr 2018 - 14:17
د ننګرهار خلکو د برېښنا ستونزې د دايمي حل غوښتنه وکړه
author avatar
2 Apr 2018 - 14:17

جلال اباد (پژواک، ۱۳ وری ۹۷): د ننګرهار ولايت خلکو، مدني فعالانو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو په يو لاريون کې د برېښنا د دايمي حل غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ، که يې یاده ستونزه حل نه شي نو خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.

دوی دغه راز په ولايتي اداره کې د اصلاحاتو راوستو غوښتنه هم وکړه او ټينګار يې درلود چې ننګرهار ته دې د وارداتي برېښنا پر ځای د برېښنا بندونه جوړ شي.

دوی چې د "برق غواړو، مرګ غواړو، د برېښنا ستونزې دايمي حل غواړو او خپل حقوق غواړو" شعارونه ورکول، د وري په ۱۳مه د دغه ولايت د ولايتي شورا له انګړه خپل لاريون پيل کړ.

د ننګرهار ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري چې د لاريون پر مهال يې خبريالانو ته خبرې کولې وويل، ننګرهار ته له کابل برېښنا راغلې، خو کله چې هم پر کابل برېښنا قطع کېږي، پر ننګرهار يې هم پرې کوي.

دی وايي، له کلونو راهيسې له ننګرهاريانو سره د نورې برېښنا ژمنه کېږي، نوره خو نه راځي، خو شته برېښنا هم پرې وخت ناوخت قطع کېږي.

د لاريون يو بل ګډونوال او مدني فعال عبدالرحمن معاون غوښتنه وکړه چې د نغلو له برېښنا سره دې د دې برېښنا بند کيلي هم ننګرهاريانو ته په لاس ورکړي؛ ځکه تل يې پر ننګرهار دغه برق قطع کړی دی.

مدني فعال نوراغا ځواک ګواښ وکړ چې نور ننګرهاريانو ته د ميرې نظر کول د زغم وړ نه دی، د ټولو هېوادوالو په څېر دوی هم حقوق لري او بايد مرکزي اداره ورته د برېښنا ستونزه حل کړي.

مدني فعالې زرغونه سادات وايي چې په ننګرهار کې ګرمي ډېره زياته وي او اړتيا هم ورته زياته ده؛ نو ځکه بايد دلته د برېښنا د نه شتون ستونزه جدي حل شي.

هغې وويل، په ګرمۍ کې د برېښنا نه موجوديت د ننګرهاريانو لپاره لويه ستونزه ده او بايد مرکزي حکومت دغه ستونزه حل کړي.

قومي مشر او مدني فعال محمد نعيم ولاړ بيا ګوتڅنډنه وکړه، که مرکزي حکومت د دوی ستونزې حل نه کړي، خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي او حتی د کابل- جلال اباد لویه لاره به د خلکو پر مخ وتړي.

په همدې حال کې د ننګرهار د برېښنا رييس اميد صباح ډاډ ورکړ چې را روان اوړی به د ننګرهار خلک د برېښنا له ستونزې بېخي بې غمه وي او دې برخې ته يې له اوسه کار پيل کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.