ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې پنځه طالبان د خپل ماين چاودنې وژلي

زابل کې پنځه طالبان د خپل ماين چاودنې وژلي

author avatar
2 Apr 2018 - 14:33
زابل کې پنځه طالبان د خپل ماين چاودنې وژلي
author avatar
2 Apr 2018 - 14:33

کلات (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې پنځه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې تر يوه پول لاندې د ماين اېښودو پر مهال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د کابل- کندهار پر لويه لاره د دغه ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د زاړه نورک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې دوى په ياده سيمه کې تر يوه پله لاندې ماين ځاى پر ځاى کاوه چې پرې چاودېدلى او پنځه واړه وژل شوي دي.

د سيال په وينا، دوى تر دې مخکې په ياده سيمه کې يو بل پول هم پر ماين الوځولى و.

د والي وياند وويل چې په چاودنه کې د ماین خښوونکو وسلې هم له منځه تللې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.