ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په بدخشان کې د چينايي وسله والو وژل رد کړل

طالبانو په بدخشان کې د چينايي وسله والو وژل رد کړل

author avatar
2 Apr 2018 - 16:47
طالبانو په بدخشان کې د چينايي وسله والو وژل رد کړل
author avatar
2 Apr 2018 - 16:47

کابل (پژواک، ١٣ ورى ٩٧) : وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې ګوندې په بدخشان ولايت کې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال چينايي وسله وال وژل شوي دي.

څو ورځې مخکې په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې په افغانستان کې د چينايي وسله والو يو مهم قوماندان مصطفى له يوه بل چينايي وګړي سره وژل شوي دي.

ځينو نورو سرچينو ويلي، چې ملا مصطفى په افغانستان کې د چينايي وسله والو مرستيال قوماندان و.

بلخوا د وسله والو طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا رسنيو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ياد راپورونه رد شوي دي.

سرچينې زياته کړې، دا بې اساسه پروپاګنډ دى او دوى يې ردوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، حکومتي ځواکونه په جرم ولسوالۍ کې د عملياتو لپاره راغلي وو، خو له لرې سيمو څخه يې د توپچي ډزې وکړې او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

طالبانو ادعا کړې چې د دوى په ليکو کې بهرني وسله وال نشته او نه هم د ملا مصطفى په نامه کوم چا په جرم ولسوالۍ کې فعاليت کاوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، حکومت له دا ډول ادعاوو سره د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته اندېښنه پيدا کوي او غواړي چې هغوى د طالبانو پر ضد وپاروي.

طالبانو ويلي، هغه هېوادونه چې له دوى سره په جګړه کې ښکېل نه دي، هغوی د طالبانو په سالم او امن غوښتونکي دريځ باوري شوي دي. 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.