لښکرګاه (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ښوونځي ٤٣ نجونې مسمومې شوې چې دا مهال په روغتون کې دي.
د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر امين الله عابد د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ښوونځي ٢٤ مسمومې نجونې بُست روغتون ته انتقال شوې دي.
د هغه په وينا، د نجونو روغتيايي وضعيت ښه دى، خو تر اوسه يې د مسمومېدو اصلي لامل معلوم نه دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه نجونې ټوخيږي، له سترګو يې اوښکې ځي او د کمزورۍ احساس کوي.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د پوهنې رييس داوود شاه صفاري پژواک ته وويل چې دغه نجونې د زرغونې انا لېسې د لسم او يوولسم ټولګيو زده کوونکې دي.
د هغه په وينا، تر اوسه دقيقه معلومه نه ده خو د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه نجونې تاريخ تېر درملو ته د اور اچولو له امله مسمومې شوې دي.
هغه زياته کړه چې د ملي امنيت او جنايي کارکوونکي سيمې ته ورغلي څېړنې يې پيل کړي څو موضوع روښانه کړي.
په دې اړه د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګلي خان پژواک ته وويل چې د دې قضيې د څېړنې په موخه يې پوليس او مسلکي کسان سيمې ته استولي دي.
د هغه په وينا، تر څېړنو وروسته به دا په ډاګه شي چې دغه نجونې څنګه مسمومې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم څو ځلې د هلمند د ښوونځيو نجونې مسمومې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن