اسعداباد (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې پاکستاني ځواکونو له تېرو ٢٤ ساعتونو راهيسې پر کونړ ولايت ١٥٧ توغندي توغولي دي.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا توغندي ټول پر دانګام ولسوالۍ لګېدلي دي.
د نوموړي په وينا، دا توغندي له پرون سهار راهيسې د ډيورنډ پولې له پورې غاړې پاکستاني پوځيانو ويشتي وو، د سر زيان نه لري، خو مالي زيانونه يې اړولي دي.
دهقان وايي چې ډېرى توغندي پر فصلونو او ځنګلونو لګېدلي او د خلکو فصلونه یې زیانمن کړي دي.
د يادونې ده، پاکستاني ځواکونو له تېرو څو کلونو راهيسې پر کونړ ولايت دا ډول بريدونه کوي چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه بې ځايه شوي او خلکو ته نور درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن