ايبک (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې يو ډول حشرې چې کروندګر يې (مور) بولي، د زرګونه جريبه غنمو او وربشو کروندې له منځه وړې دي.
په ايبک کې کروندګر وايي چې دغه حشره له شلو ورځو راهيسې د دوى په کښتونو کې پیدا شوې، خو د دغه ولايت د کرنې رياست د يادې ستونزې د مخنيوي په موخه اقدام نه دى کړى.
د ايبک ښار د اخته خانه کلي يوه کروندګر ازاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې ١٥٠ منه غنم يې کرلي، خو دې حشرې تر اوسه پورې د دې کروندو درېيمه برخه له منځه وړې ده.
هغه زياته کړه چې دغه حشرې د دې سيمې د کروندګرو د غنمو او وربشو کښتونه هم سخت زيانمن کړي دي.
د هغه په خبره، دغه حشره چې کروندګرو يې په (مور) پېژني، د خاورې په څېر سپېره رنګ او کوچنى جسامت لري.
هغه زياته کړه چې دغه حشره غنم او وربشې د وږي ايستلو پر مهال خوري او له منځه یې وړي.
د ايبک د شريکيار کلي يوه کروندګر خال محمد هم پر خپلو کښتونو د مور غوماشو له يرغله شکايت کوي او وايي چې څلوېښت منه غنم يې کرلي وو چې د دې حشرو له امله ټول له منځه تللي دي.
نوموړي څرګنده کړه چې دغه کرنيز افت له څو کلونو راهيسې د کال په همدې ورځو کې د ايبک بېلابېلو سيمو کې د خلکو حاصلات له منځه وړي، خو د کرنې ادارې ورسره د مجادلې په برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى.
د کرنې رياست د نباتاتو ساتنې مدير ګلاب الدين غياثي هم پر کښتونو د حشرو يرغل تاييد کړ او ويې ويل چې دغه ستونزه د تايخونک، شريکيار، منقوطن، دوکوه، تسمه، کنده، سه دره، سورچه او رباتک ايبک سيمو کې شته ده.
د هغه په خبره، د دغه رياست پلټنې څرګندوي چې دغه حشره د څه باندې شپږ زره جريبه کروندو حاصلات له منځه وړي او پرکښتونو يې بريدونه لا هم روان دي.
هغه زياته کړه چې دغه حشره له څلورو کلونو راهيسې د دغه ولايت په مرکز کې پيدا شوې او کروندګر يې زيانمن کړي دي.
د ده په خبره، د کرنې رياست په تېرو کلونو کې له دې حشرې سره د مبارزې په برخه کې له کرنې وزارت څخه مرسته غوښتې وه او سږ کال يې هم وزارت ته د دې حشرې نمونه استولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن