کندهار (پژواک، ۱۳ وری ۹۷): په کندهار کې د هندوستان په مرسته پر نړيوال معيار برابر د کرکټ لوبغالی جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د لوبغالي د پرانیستې په مراسمو کې د هندوستان سفیر منپريت وهرا، د اقتصاد وزارت مرستیال جاوېد عثماني، د کندهار والي زلمي ویسا، امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ولایتي شورا غړو، مخورو او د کرکټ لوبغاړو او مینه والو ګډون کړی وو.
د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د کرکټ لوبغالی د کندهار ښار په عینو مېنه کې په ٤٠ جريبه ځمکه کې د هندوستان هېواد په يو ميليون ډالر مرسته جوړ شوی، چې ځمکه یې د افکو کمپنۍ له خوا ورکړل شوې ده.
هغه د هندوستان له مرستې مننه وکړه چې پر بنسټ یې کندهار پر نړیوال معیار برابر د کرکټ له لوبغالي برخمن شو.
ده زیاته کړه، هند او افغانستان د دوستۍ اوږد تاریخ لري او تل یې دغلته ملي پروژې تمویل کړې دي.
والي یادونه وکړه چې د دغه لوبغالي په جوړېدو به په کندهار کې کرکټ ډېره وده وکړي او د کرکټ ملي لوبډلې ته به د کندهار ځوانان هم لاره وکړي.
د کندهار د ولایتي شورا مشر سید جان خاکرېزوال هم د هندوستان له مرستې مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په دې لوبغالي کې دې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه هم جوړ کړي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال جاوېد عثماني وویل، هندوستان ژمنه کړې چې د کرکټ په دې لوبغالي کې به د ۳۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو مېلمستون هم جوړ کړي، چې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي به د تمریناتو پر مهال ورڅخه ګټه اخلي.
هغه خبر ورکړ چې دغه پروژه به تر راتلونکو دوو- درېیو میاشتو پرانیستل شي.
د کندهار د کرکټ بورډ مسوول مسعود رحماني وویل، تر دې وړاندې کندهار د کرکټ معیاري لوبغالی نه درلود، له همدې امله ویلی شي چې په کندهار کې کرکټ له ۲۰۱۸ کال څخه د دغه لوبغالي له جوړېدو سره پيلېږي.
خو هغه غوښتنه وکړه چې هندوستان دې په دې لوبغالي کې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه، مېلمستون، د لامبو حوض او معیاري اکاډمي هم جوړه کړي.
دی وايي، په دې توګه به کندهار د کرکټ په برخه کې له یوه کمپلیکس څخه برخمن شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن