ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره مياشت افغانستان کې څه باندې ١٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره مياشت افغانستان کې څه باندې ١٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Apr 2018 - 14:29
تېره مياشت افغانستان کې څه باندې ١٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Apr 2018 - 14:29

کابل (پژواک، ١٤ ورى ٩٧): افغانستان کې تېره (مارچ) مياشت په ١٧١ بريدونو کې څه باندې ١٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېرې ښيي چې د مرګ ژوبلې کچه د فبروري په پرتله ٢٩ سلنه لوړه شوې ده.

د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کې د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې تېره مياشت د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٣١ کې ١٧١ بريدونه تر سره شوي چې له امله يې ١٠١٨ کسان وژل شوي او ٧٩٢ نور ټپيان دي.

تر لاسه شوې شمېرې ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٨ تنو څخه شاوخوا نهو ته په مخامخ نښتو، درېيو، درېيو ته په هوايي او ځانمرګو بريدونو، دوو ته په هدفي وژنو او يوه ته په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

مارچ کې د ټولو بريدونو تر نيمايي ډېر په ننګرهار، هلمند، فارياب، غزني، جوزجان او کابل کې او پاتې په ٢٥ نورو ولايتونو کې تر سره شوي، خو پژواک تېره مياشت له باميانو،نورستان او پنجشېر ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

د پژواک راپور ښيي چې وړمه مياشت له ټولو ١٥٣بريدونو څخه تر ټولو ډېر په فارياب، هلمند، اروزګان، فراه، کندهار، ننګرهار، غزني،تخار، لوګر او خوست ولايتونو کې شوي وو.

د پوځي چارو شنونکى جنرال زلمى وردګ وايي، کابل کې ځکه بريدونه ډېر دي چې د هېواد پلازمېنه ده او وسله وال مخالفين تر خپله وسه  هڅې کوي چې دلته بريدونه وکړي او د نړيوالو پام ځانته واړوي.

هغه د طالبانو تر څنګ د داعش ډلې فعاليت په ننګرهار، فارياب او جوزجان کې، له پاکستان سره د ننګرهار، کندهار او هلمند ګډه پوله او له دې لارې د وسله والو مخالفينو اسانه اکمال او په هلمند او ننګرهار کې د نشه يي توکو ډېر کښت او قاچاق د ناامنيو او جګړو د ډېروالي مهم لاملونه بولي.

د هغه په وينا، دا يو حقيقت دى چې د افغانستان وسله والو مخالفينو لپاره پاکستان يو امن پټنځای دی او دغه هېواد د افغانستان لپاره ګڼې ستونزې زېږولې دي.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره مياشت په ١٧١ بريدونو کې ټول ١٠١٨ تنه وژل شوي او ٧٩٢ نور ټپيان دي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک يې شونى نه دى.

په منځنۍ کچه په زابل، لغمان، کونړ، کندوز، نيمروز، بدخشان، هرات، بغلان، خوست او تخار ولايتونو کې د مرګ ژوبلې کچه ٣٣ تنه خو په پکتيا، لوګر، سرپل، ميدان وردګ، کاپيسا، بادغيس، غور، بلخ، دايکنډي، پروان او سمنګان کې اته تنه ده.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد دې نه وي شوى او خلکو ته دې مرګ ژوبله په کې نه وي اوښتې، خو د دې مياشتې تر ټولو خونړى بريد د کابل ښار په کارته سخي سيمه کې و چې د روان هجري لمريز کال په لومړۍ ورځ تر سره شو.

د نوي کال پر مراسمو په دغه ځانمرګي بريد کې چې مسووليت يې د داعش ډلې پر غاړه اخيستى، ٣٢ تنه چې ډېر يې ملکي کسان وو، وژل شوي او ٦٥ نور ټپيان شوي وو.

دغه راز تېره مياشت تر ټولو ډېرو کسانو (١٨٢ تنو) ته د دغې مياشتې په ١٢مه او تر ټولو لږو (٦تنو) ته د همدې مياشتې په شلمه مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه مرګ ژوبله د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ١٢ بريدونو په ترڅ کې اوښتې ده.

لس هغه ولايتونه چې ډېره مرګ ژوبله لري

د پژواک د راپور له مخې، وړمه مياشت نږدې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې وه او د دغې مرګ ژوبلې تر ټولو ډېره په ترتيب سره په اروزګان، کندهار، هلمند، فارياب، فراه، ننګرهار، غزني، تخار، جوزجان او لغمان ولايتونو کې اوښتې وه.

د پوځي چارو شنونکی جنرال زلمی وردک وايي کله په يوه او کله بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلى کچه د جګړې په ډول او د جګړې په تکتيک پورې اړه لري.

د ده په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې تر سره کېږي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

تر ٢٠١٧ کال مخکې کلونو کې د جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دى څرګند، خو په تېرو کلونو کې به هم د هوا په ګرمېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېرېده.

د پژواک خبري اژانس مياشتني راپورونه ښيي چې تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.

د مرګ ژوبلې شمېرې ښيي چې تر اوسه سږ کال د تېر په پرتله خونړى دى او د تېر په څېر مرګ ژوبله مخ په ډېرېدو ده. تېر کال ٢٥ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 جګړه مه کوئ!

د ميدان وردګو ولايت د مرکز اړوند د اندړو کلا اوسېدونکى روح الامين وايي، دا د جګړو ځپلو او ډېرو افغانانو غږ دى له کلونو راهيسې يې پورته کوي، خو چا يې پروا نه ده کړې.

هغه وايي:”هر کال زرګونه افغانان د جګړو له امله ژوند له لاسه ورکوي، طالبان هم افغانان دي، د دولت ځواکونه هم افغانان دي، د جګړې دواړو خواوو ته موږ مرو، بهرنيان په خپلو اډو کې ناست دي او زموږ د مرګ ژوبلې نندارې کوي، له دولت او طالبانو غواړم چې سوله وکړي او د افغان وژنې مخه ونيسي.”

د کابل ښار د ١٣ مې امنيتي حوزې اړوند د دشت برچي سيمې اوسېدونکى غلام سخي چې د خور زوى يې کابل کې د روان هجري لمريز کال د لومړۍ ورځې په بريد کې وژل شوى، هم له ښکېلو غاړو غواړي چې جګړه بنده کړي تر څو د دوى په څېر په نورو کورنيو کې د ويرټتغر ونه غوړول شي.

هغه وايي چې په ياد بريد کې د ده وژل شوى د خور زوى محصل و او کورنۍ يې تمه لرله چې له پوهنتون څخه به فارغ شي او خپلې کورنۍ او وطن ته به خدمت وکړي، خو دغه هيله يې نيمګرې پاتې شوه.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.