د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امنيت او برېښنا ستونزو هوارېدو سره ننګرهار کې پانګونه زياتېږي

د امنيت او برېښنا ستونزو هوارېدو سره ننګرهار کې پانګونه زياتېږي

Apr 03, 2018 - 15:30

جلال اباد (پژواک، ١٤ وری ۹۷): د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولين وايي چې د دغه ولايت جغرافيوي موقعيت ته په کتو د تېر په پرتله د پانګونې بهير ګړندی شوی او که د امنيت او برېښنا ستونزې حل شي؛ نو لا ډېره پانګونه به وشي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په ستروصنعتي پارکونو کې د ۱۷۰۰ فابريکو د جوړېدو ظرفيت شته؛ خو د امنيت او برېښنا نشتوالي له امله يوازې ۳۰۰ فابريکې فعالې دي، چې له ډلې يې يوه لويه برخه په ښاري سيمو کې دي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونه دا هم وايي چې اوسمهال په دغه ولايت کې د شاوخوا ۳۵ ميليونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او لا هم دغه بهير روان دی.

د دغې خونې وياند شاکر الله ساپي پژواک اژانس ته وويل، لا هم ننګرهار کې د امنيت او برېښنا نشتوالی د پانګې اچونې پر وړاندې دوی لوی خنډونه دي؛ خو د برېښنا په برخه کې ورسره ژمنې شوي او هيله مندي پيدا شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ننګرهار په درېيو سترو صنعتي پارکونو کې چې د شيخ مصري، حصارشاهي او د غالۍ اوبدونکو پارکونه دي، د ۱۷۰۰ فابريکو ظرفيت موجود دی؛ خو د نا امنۍ او برېښنا نه موجوديت له امله يې د حصارشاهي او غالۍ اوبدونکو پارکونو کې فعاليت  په ټپه ولاړ دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال ننګرهار کې د جلال اباد ښار اړوند او شيخ مصري ښارګوټي کې شاوخوا ۳۰۰ لويې او وړې فابريکې شته چې لږ تر لږه ۳۵ ميليونه ډالره پانګه اچونه پرې شوې ده.

دی وايي، دغو فابريکو نږدې ۱۱ زره کسانو ته د کار زمينه برابره کړې چې دا په يو ولايت کې د کاري زمينه سازۍ لويه بېلګه ده.

ساپي زياته کړه: ((دلته د اوسپنې د ويلې کولو له فابريکو نيولې، د شوکاڼو، نکلي لوښو، ديګ بخارونو، پلاستيکي لوښو، صابون، شامپو، خوراکي توکو، مالګې جوړولو او ګڼې نورې فابريکې شته دی.))

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې وياند وايي چې د امنيت او برېښنا نه شتوالى د پانګونې پر وړاندې لوی خنډونه دي او که دا ستونزې حل شي؛ نو ډېرو کورنيو او بهرنيو سوداګرو ورته ډاډ ورکړی چې دلته به پانګونه وکړي.

شاکرالله ساپی وايي، د دغو ستونزو د حل لپاره يې له ولايتي او مرکزي ادارو سره وخت ناوخته خبرې کړي چې مرکزي ادارې ورته د برېښنا د ستونزې د حل ډاډ ورکړی دی.

دی زياتوي، که څه هم د ننګرهار ولايتي ادارې د امنيتي ستونزو د حل ژمنې ورسره کړي؛ خو دغه ژمنې تکراري شوي او تر ډېره د باور وړ نه دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ رييس شېر عالم امله وال هم مني چې د برېښنا او امنيت نه موجوديت دغه ولايت کې د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

نوموړی هم تاييدوي،که يادې ستونزې حل شي؛ نو دلته د ډېرې پانګونې اټکل او هېله مندي موجوده ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی بيا وايي، د برېښنا او امنيت د ستونزو د حل لپاره ولايتي ادارې تل خپلې هڅې کړي او د شېخ مصري پارک دغه ستونزه يو څه حل شوې ده.

هغه وويل،برېښنا شرکت ورسره ژمنه کړې چې په ۲۰۱۹ کال کې به صنعتي پارکونو ته د برېښنا ورکړې ستونزه په بشپړه توګه حل کړي.

که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو سره سم په هېواد کې پر پانګه اچونه ټينګار وکړ او ټولو مسوولينو ته يې د سوداګرو د ستونزو د حل امر وکړ؛ خو له کلونو راهيسې ننګرهار کې برېښنا او امنيت د سوداګرۍ او پانګه اچونې پر وړاندې لوی خنډونه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement