ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د دشت ارچي ولسوالۍ  هوايي بريد کې ٦٠ ملکي وګړي وژل شوي”

“د دشت ارچي ولسوالۍ هوايي بريد کې ٦٠ ملکي وګړي وژل شوي”

author avatar
3 Apr 2018 - 14:50
“د دشت ارچي ولسوالۍ  هوايي بريد کې ٦٠ ملکي وګړي وژل شوي”
author avatar
3 Apr 2018 - 14:50

کندوز (پژواک، ١٤ ورى ٩٧): د کندوز د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ په هوايي بريد کې لږ تر لږه ٦٠ ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

تېره ورځ افغان ځواکونو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د ماشومانو په ګډون لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دې اړه د کندوز د ولايتي شورا غړي مولوي خوش محمد نصرتيار د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دشت ارچي ولسوالۍ د تېرې ورځې په پېښه کې ٦٠ ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه وايي: (( ما د دې مدرسې له مسوول سره اړيکه نيولې وه هغه راته وويل چې يواځې ده خپله له تېرې ورځې راهيسې تر اوسه د ٦٠ کسانو په جنازه کې ګډون کړى دى.))

نصرتيار وايي چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، نو حکومت يې بايد جدي وڅېړي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي.

دغه راز د دشت ارچي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي قلندر پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې ١٧٠ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

بل لورته د کندوز د حوزوي روغتون امر نعيم منګل پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه تر اوسه ٥٧ ټپيان دوى ته راوړل شوي دي.

هغه وايي: (( له ٥٧ ټپيانو څخه تر اوسه شپږ تنو يې ساه ورکړې او ټپيانو کې ١٥ ماشومان هم شامل دي.))

خو د ٢٠٩ شاهين قول اردو د شلمې فرقې وياند غلام حضرت کريمي پژواک ته وويل چې دغه بريد پر وسله والو طالبانو شوى دى.

د هغه په وينا،  طالبان د باجوړې په سيمه کې را ټول شوي و چې بريد پرې شوى دى.

ده وويل: (( په دې بريد کې د کويټې شورا غړى بريالى او ځيني نور طالب مشران هم وژل شوي دي.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((له هوايي بريد څخه وروسته طالبانو د دستاربندۍ په دې مراسمو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې  دغه ماشومان وژل شوي دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.